
کوټه کې د شعیه زیارت کوونکو پر بس د چاودنې له امله ۲ مړه او ۳۱ ټپيان شول
نن ټکی اسیا: د کوټې په قمبراني روډ اختراباد سیمه کې د شعیه زیارت کوونکو پر بس چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه مړه او ۳۱ نور ټپيان دي. د پاکستاني رسنیو له قوله بس له ایرانه بیرته پاکستان ته را روان و، چې اختر اباد نومې سیمه کې د چاودنې ښکار شو. د عینې شاهدانو له قوله چاودنه دومره قوي وه چې غږ يې تر لرې واوریدل شول. له چاودنې وروسته د ډزو اوازونه هم اوریدل شوي دي. ويل کيږي چې امنيتي ځواکونه دپيښې ځای ته رارسیدلي او سیمه يې کلابنده کړې ده. د پولیسو په وينا په بس کې ۴۰ تر ۴۵ کسان ناست وو او حکومت يې پوره امنيت هم نیولی و. د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم وايي چې چاودیدونکي توکي د سرک پر غاړه ولاړ موټر کې ځای پر ځای شوي وو. پاکستاني چارواکو دا چاودنه غندلې او په کوټه کې شعیه ګانو درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.