نظــر

د مسکو غونډه او د سیاست چټک میدان

عبدالله مسافر

په دې وروستیو کې خبرونه خپاره شول چې د روس په پلازمینه مسکو کې د افغانستان په اړه یو درې اړخیز کانفرانس (روس، چین او پاکستان) دائر شو او په پای کې یې د ګډې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د داعش روان فعالیت دوی ډیر اندیښمن کړي او په دې هیواد کې د سولې په موخه به کوشش وکړي چې د طالبانو غړي له نړیوال تورلیست څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې روس، چین او ایران له طالبانو سره په رسمي توګه خپلې اړیکې ومنلې چې د امرکا، هندوستان او د کابل ادارې سخت غبرګونونه یې را وپارول.

څه باندې ۸ میاشتې مخکې ما په خپله یوه مقاله کې (چې په همدې ویب پاڼه کې د «قوې پیغام: قطر دفتر پاکستان ته په سفر» عنوان لاندې نشر شوې وه) لیکلي و چې اوس طالبانو نړۍ ته خپل ځان د یو آزاد جهت په صفت ښکاره کړ او ډیر ژر ده چې «هر هيواد به له دوی سره د اړیکو ټینګولو او دوی ته نړیوال مشروعیت ورکولو هڅې پیل کړي».

نو راځئ چې ننني چټک سیاسي میدان ته یو وار بیا یو لنډ نظر وکړو.

هغه هندوستان چې منطقوي ځواکونو ته یې طالبان یو خطر معرفي کړي وو او د پاکستان خلاف د روس متحد و، نن د امریکا ملاتړی دی، دغه هيواد نن په خپله ادعا کې ناکام شو.

هغه پاکستان چې څو میاشتې مخکې یې طالبان نړۍ ته د خپل ځان لاسپوڅي معرفي کول او د امریکا ملاتړ یې کاوه، نن بیا په طالبانو خپل نفوذ ردوي، په ډیر مهارت یې خپله زړه دښمني له روس سره ختمه کړه او امریکا یې وننګوله.

ایران، روس او چین چې دا څو پیړۍ له امریکا څخه په ډار کې وو، نن پوه شوي چې امریکا له هر لحاظه کمزورې شوې او اوس د دې وخت دی چې داسې یو سخت ګوزار ورکړي چې نړۍ یې بیا تر ډيره له شر څخه خلاصه شي.

او امریکا په یو داسې حال کې قرار لري چې په ټولو اقتصاد ځپونکې جګړو کې ناکامه شوې، په نړۍ کې ډیره سخته بدنامه شوې، د زبرځواک حیثیت یې لاسه ورکړی او ورځ تر بلې خپل متحدین له لاسه ورکوي، د ترکیې پروني تورونه او ورته شا ګرزول د دې خبرې ښه بيلګه ده.

نو اوس د افغانستان قضیه ټوله طالبانو ته متوجه ده. ایا طالبان به وکړای شي چې له داسې ستر فرصت څخه ښه استفاده وکړي؟، ایا دوی پوهیږي چې د نن سبا ډیجیټل او چټک سیاسي میدان کې د استفادې دروازه تر ډیر لږ وخت خلاصه وي او که یو وار موقع ولاړه نو بیا یې بيرته لاسته راوړل ناشوني دي؟، او ایا دوی به وکولای شي چې د نن پیاوړي موقف نه داسې استفاده وکړي چې د ایران دښمن عرب هیوادنو ملاتړ هم ترلاسه کړي؟، ترڅو هيواد کې واقعي سولې ته لاره هواره کړي؟

په مسکو کې د طالبانو په هکله د تور لیست ختمول د سولې په راوستلو کې یو ډیر ښه ګام بللی شو، ولي چې طالبان هم د دې هيواد بچیان دي، په دوی باندې د بندیزونو نتېجه یوازې د جنګ په معنی وه او له دې پرته یې زموږ د هيواد هیڅ بله ستونځه نه حل کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x