هيپاټيټ يا زيړى څه دول ناروغى ده؟

مطيع الله شنيزى

هيپاټيټ دينى د حجرو پړسوب يا التهاب او ويجاړيدو ته زيړى ويل کيږى،چى د بيلو بيلو عواملو لکه ميکروبونو،درملو،ارثى ناروغيو،الکلو او مشروباتو د کارولو له کبله رامنځته کيږى
هيپاټيټ ناروغى دير دولونه لرى لکه A,B,C,D, او E اوس غواړم چى په هغه سه بحث وکرم کوم چى زياتره خلک د هغه په بارکى اګاهى نه لرى او د يو عادى ناروغى په سترګه ورته ګورى او په افغانستان کى زیاتره خلک ورسره مخ دی.

هيپاټيټ B يا تور زيړى:

دا د جګر يوه دير خطرناکه ويروسى،سارى او التهابى ناروغى ده چى ځانګړى تداوى نه لرى خو د مخنوى وړ ده.

دا ويروس چى کله د انسان وينى ته داخل شى په ديره اسانه توګه ځان ينى ته رسوى او د هغه په تخريب پيل کوى چى بيا وروسته له شپږو مياشتو نښې نښانې ښكاره كوي .

تور زيړى د نړى د عامى روغتيا يوه لويه ستونزه ګنل کيژى ،او دا ويروس کوالاى شى په هر عمر کى خلک اخته کرى له لويانو چخه تر نوي زيژيدلى ماشومانو پورى.

او په توله نړى کى 240 میلیونه کسان د تور زيړى په ناروغى اخته دى او هر کال تر 686000 زيات کسان د تور زيړى د ويروس له کبله مرى چى زياتره يى د ينى د سرطان يا خرابوالى له امله دى.

تور زيړى په دوه ډوله دى:

۱- کرونيک يا مزمن تور زيړى

۲- اکيوت يا حاد تور ريړى

۱- مزمن تور زيړى دا يو دير خطرناکه ويروس ده چى تر ديره وخته په وجود کى کوم نښى نښانى نه ښکاره کوى،چى په د حالت کى کوالاى شى دير نورو کسانو ته انتقال شى،او ځنى وخت د اوږد مهال لپاره د انسان په وجود کى پاتى کيژى يا موجود وى چى د ناروغ کس د ينى د سرطان او خرابوالى سبب ګرځى، او دا دول پيښى په ماشومانو کى ديرى زياتي ليدل کيژي چى د مرګ سبب هم ګرځى.

۲- اکيوت يا حاد تور زيړى دا ويروس د لنډ مهال لپاره د انسان په وجود کى پيداکيژي چى له تداوى وروسته ناروغ په بشپړه توګه شفا پيداکوى، چى د جدى تداوى اړوند پاملرنى په صورت كي د ناروغ ينى يا جګر ته کوم زيان نه رسيژي.

د هيپاټيټ يا تور زيړى د تشخيص لپاره اسانه لاره د وينى ازميل دى که چيرى تاسو په خپل ځان شک ولرى.

د تور زيرى د خپريدو لاملونه:

۱- د اخته کس د وينى يا بدن د نورو مايعاتو سره د مستقيمى اړيکى له لارى.

۲- د اخته کس سره د ناخوندى جنسى اړيكو له لاري (پرته له کاندم چخه ) .

۳- د اخته مور چخه ماشوم ته د زيژيدنى پر مهال.

۴- د هغه سامانونو سره د اړيکى په واسطه چى د ناروغ په وينه او يا نورو مايعانو ککړ وى لکه دغاښو برس، پاکی ګانى، د سر د خريلو ماشين ، د سينګار توکى، د سلمانى سامان ،لکه د خال وهلو ستن، د غوژ سورى کولو سامانونه او نور د غاښونو او جراحى سامان .

د هيپاټيټ B ويروس د کومو لارو چخه نه انتقاليژي ؟

د اخته کس سره د لاس په ورکولو، ښکلولو،غيژ کى نيولو،دودى خورولو، کيناستلو، پرنجى، توخى، خبرو کولو، او يا د کار په وخت کى د معمولى اړيکو له لارى.

ايا د هيپاټيټ B واکسين خوندى دى؟

د تور زيړى واکسين د خوندى واکسينو له دلى چخه دى چى د تور زيړى د مخنوى په برخه که تر 95 په سلو کى کټور تمام شوى.

د تور زيړى د مخنوى لپاره وقايوى تدابير:

۱- د هيپاټيټ B د واکسين په کولو سره تر ديره د مخنوى وړ دى، او هغه ماشومان چى عمرونه يى تر يو کال کم دى بايد واکسين شى.

۲- هغه لويان چى د تور زيړى د اخته کيدو له خطر سره مخ دى بايد واکسين شي .

۳- د تور زيړى په څير د وژونکو ناروغيو د اخته کيدو د مخنوى لپاره د کارول شويو ستنو او پاکى ګانو چخه ډډه وکرى.

۴ـ که چيرى اميدواره ښځه په تور زيړى اخته وى بايد په روغتيايى مرکز کى ولادت ورکرل شى.

۵- که چيرى ښځه يا ميړه په تور زيړى اخته وى نو د جنسى تماس په وخت کى بايد له کاندم چخه استفاده وکرى.

۶- د اخته کس د وينى له مستقيم تماس چخه ډډه وکرى.

۷- خپل د غاښو برس، مسواک او د ژيرى د خريلو سامان او يا د ارايش سامان له نورو خلکو سره مه شريکوى.

۸- هغه وسايط يا سامان چى تظمين شوى نه وى د غاښ ايستلو او جراحى چخه ډډه وکرى.

۹- مخکى له د چى چاته وينه ورکرى لمړى خپله وينه د تور زيړى لپاره معاينه کرى.

د هيپاټيټ يا تور زيړى نښى نښانى په ناروغ کى سه دى؟

۱- د پوستکى او سترګو ژيړ کيدل.

۲- د تشو متيازو د رنګ توريدل.

۳- د اشتها کميدل او د زړه بدوالى.

۴- شديده ستومانى.

۵- تبه.

۶- د بندونو درد .

۷- د خيټى درد او باد .

دا ٶ د تور زيړى يا هيپاټيټ B د ويروس په اړوند معلمومات .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د