شعـــــرونه

غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

موږخورندان يوله جامونوسره مينه لرو
شپه ترسهاره ماښامونوسره مينه لرو

زاهده ستابه نظرڅه وي ته يه څنګه بولې
له سپين مړوندسپينولاسونوسره مينه لرو

دياربارخوشونډې اوخال موپکي ډيرلوستلي
په همدې وجه کتابونوسره مينه لرو

چي زنګ له زړونوپاکوي اوسپيڅلتياوربخښي
دنازک خيال شاعرشعرونوسره مينه لرو

دننګ پرلارچي چاورکړي ککرۍ وي کله
دهغوخلکوله قبرونوسره مينه لرو

له خاوروجوړيوعمري بيرته به خاوروته ځو
ځکه دخاوروله کورونوسره مينه لرو

محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x