عالم البصریات ابن الهیثم

داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان ( اتمه برخه)

قاري احسان

ابن الهیثم

وتلی او مشهور عالم ابو علي حسن بن حسن بن الهیثم (354هـ 430هـ) دعراق په جنوبي برخه   بصره کې تولد سو، دا هغه دور او زمانه وه، چې په اسلامي پېر کې دسرو زرو (الدور الذهبي – Islamic Golden Age) په دور سره یادیږي، خو وروسته قاهرې ته والاړ هلته میشت سو، ابن هیثم علمي نړۍ ته  دریاضي، بصریات، فیزیا، هندسه، طب العیون (دسترګو ډاکتري – Ophthalmology)، فلسفه او علم فلک په برخه کې نه هېرېدونکې کارنامي وړاندي کړی، تر 200 يې زیات کتابونه ولیکل، ډیری کتابونه او نظریات يې دجدید عصر پوهانو هم تاید کړي، او دهغو په رڼا کې تجربې او مشاهدات پر مخ بیايې.

ابن الهیثم دبصریاتو په علم کې زیات شهرت درلود، په انساني تاریخ کې تر ټولو اول يې دسترګو تفصیلي څیړنه وکړه، په المسوعة البریطانیة کې لیکلي، چې ابن الهیثم دسترګو داسي څیړنه وکړه، چې دسترګو هر جز يې ښه په مکمله توګه تشریح کړل، دتسرګو دهري برخي وظیفه او کار يې معلوم کړ، او دا يې هم تشریح کړه، چې په یو خت کې څنګه ډیر شیان په سترګو سره وېنو!

دسترګو د كَسي (eye lens) يې ښه تشریح وکړه، كَسَىْ يې پر بیلابیلو برخو تقسیم کړ ، او هر جز ته يې ځانګړی نوم ورکړ، په غربي نړۍ کې تر اوسه هغه نومونه یا په هغه شکل، او یا له لږ بدلون سره یادیږي، لکه: القرنية  (Cornea) ، الخلط الزجاجي (Vitreous Humour) ، الشبكية (Retina) ، الخلط المائي (Aqueous Humour).، او داسي نور.

ابن هیثم دعلم فلک په برخه کې  ډیر کار، مشاهدات او تجربې وکړي، تر دې پوري، چې فلک پوهانو دده په اعزاز کې دسپږمۍ یوه کنده دابن الهیثم په نامه سره نومولي، او یو نوی کشف سوی ستوری، چې مسلسل نمبر يې (59239) دي، هم دابن الهیثم په نامه سره ونوماوی، دابن الهیثم دکارنامو او دهغه دعزت له مله پر عراقي دینار باندي هم دابن الهیثم عکس چاپ سوی دی.

دابن الهیثم تر ټولو غوره او تل پاتي کارنامه. دهغه مشهور کتاب (کتاب المناظر) دی، دا په اوه جلده (ټوکه) کي دی، ډیری ژبو ته يې ژباړي سوي، په علم بصریاتو (عالم المناظر) کي تر ټولو مشهور کتاب بلل سوی، او دلیدلو په نړۍ (عالم المناظر) کې ورته انقلابي (ثورة في عالم البصريات) حیثیت ورکړل سوی دی، په دغه کتاب کې پر دې بحث سوی، چې انسان خپل شاوخوا شیان او اجسام په څه ډول، او څنګه وېني.

دفلک دعلم په برخه کې ابن هیثم ډیرې تجربې او څیړني تر سره کړي، ددغو تجربو او مشاهداتو بر بنا، ابن هیثم دبطلیموس په ډیر نظریاتو کې شکوک او شبهې را پیدا کړي، یو مقاله دشکوک علی بطلیموس په نامه ولیکله، په دې رساله کې پر خپله نظریه قوي دلایل هم وړاندي کړل.

دزیاتو څیړنو وروسته ابن هیثم علم تنجیم او علم فلک سره بیل کړل، هر یو يې مستقل علم وباله، ده دا هم ثابته کړه، چې فضا، تر هوا ډیره نرمه (کثیفه) ده، دابن الهیثم دغې نظريې کوبرنیکوس ته دفلک په اړه په ډیرو تجربو او مشاهداتو کې ښه مثبته فایده ورکړه.

دابن الهیثم دتل پاتي کارنامو له امله، غربي نړۍ ددوهم بطلیموس  (Ptolemaeus Secundus) لقب ورکړی، په غرب کې په دې (Al Hazen) نامه سره یادیږي.

ننۍ کامره (Camera) چې عکاسي ورباندي کیږي، په هغه وخت کي، په (القُمْرة المظلمة) سره یادیدله، په مرور دزمان سره ترینه کامره (کامیره) جوړه سوه، دا هم د ابن هیثم اختراع ده.

ابن الهیثم درڼا (الضوء) په اړه ډیري څیړني او تجربي وکړي، دلیدلو (مناظر) په اړه يې داقلیدوس او بطلیموس نظریه رد کړه، هغوی ویل، چې دسترګو نه شعاعي اورڼا خاریجیږي، پر جسم لګیږي، په نتیجه کې لیدل رازي، خو ابن هیثم دخپلو تجربو پر بنا دا ثابته کړه، چې کله پر جسم روښني ولګیږي، نو له هغه جسمه، مستقیمي شعاعي پر سترګو لګیږي، او په نتیجه کې دوه متماثل (برابر) عکسونه سترګو ته رسیږي، له دې سره لیدل را منځ ته کیږي.

دلیدلو (نظر) په اړه دده نظریه تر اوسه هم مشهوره پاتي ده، او دابن الهیثم په مسله (مسألة ابن الهیثم) سره یادیږي، ابن هیثم دعلم المناظر (لیدلو) بنسټګر بلل کیږي، ابن هیثم دلیدلو په نړۍ (عالم الابصار) کې دبطلیموس او اقلیدوس تر نظریو هم ښه نظریه وړاندي کړه.

2016-12-17

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د