
فکری جګړه یعنی څه ؟؟؟
انجنیرسیف الله مبشر
فکری جګړه هغه جګړه ده چې کفاریې دمسلمانانو دتسخیرولواودهغوی دشریعت،عقیدي،فکر،عرفونونو اوعنعناتو ،سلوک ،اخلاقو اودژوند داسلامي بڼې دله منځه وړلو لپاره دناپوځي وسایلو له لارې ددې لپاره پرمخ بیایې چې مسلمانان له خپل ځانګړي تشخص اوپیژندګلوۍ څخه محروم اوپه هرڅه کې یې دغرب په تقلیداخته کړي ترڅودکفارو په خلاف دجګړې تصور هم په ذهن کې ونه لري.په فکري جګړه کې دمسلمانانو فزیکي وجودهدف نه ګرځول کیږي بلکه دهغوی دین ،فکر،ټولنیزعنعنات ،شخصي اواجتماعي اخلاق اوروانی ،روحي کیفیت دهدف په حیث تر ضربې لاندې نیول کیږي ځکه چې داهغه عوامل دي چې دټولنې افرادله خپل فزیکي اومعنوي وجود څخه ددفاع اودیرغلګرپه مقابل کې دمقاومت لپاره دجګړې په صف کې دروې خوهرکله چې دغه عوامل په تدریج سره سستماتیک ډول له منځه یوړل شي ددښمن په مقابل کې مقاومت په خپله له منځه ځي.چې په نتیجه کې دښمن له هرډول مالي اوځانې تلفاتو خوندي پاتي کیږي اوهدف هم له جګړې پرته لاسته ورځي.
دتاریخ په اوږدوکی باطل همیشه دحق په ضدکې دفکرې جګړې څخه کاراخیستۍ چې څوبیلګې یې درته وړانې کوم .
ابلیس علیه لعنه له جنت څخه دآدم علیه السلام اوبي بي حوا دایستلولپاره له فکرې جګړې څخه کارواخیست ،آدم علیه السلام ته یې ځان ناصح اوخواخوږی ښکاره کړ قسمونه یی ورته وکړل ،وسوسه یی پری وکړه اوتیریې باسل.دباطل پلویانوهمیشه دانبیاؤعلیه السلام په ضد دنظامي جګړې ترڅنګ له فکرې جګړې څخه هم کاراخیستی ،معاذالله انبیاء علیه السلام ته به یې پوچ ویل،دلیونتوب ،کم عقلۍ اوساحرتوب نسبت به یې ورته کاوه ،دالله ج له لوري ورته نازل شوي کتابونه اوصحیفې اووحیې به یې سحر،له ځانه جوړي شوې خبرې اودمخکنیوزمانو نقلونه ګڼل.په مکه معظمه کې داسلامې دعوت دمخنوي په موخه له رسول الله ﷺنه دخلکو دلرې کولوپه هدف دمکی دمشرکانو له لوري ده ته دلیوني،ساحر،کاهن اومسحور ویل،دقرآنکریم دتعلیم ممانعت ،دقرآنکریم دلوستلوپرمهال شورماشور،قرانکریم دتیروزمانو نقلونه اوله ځانه جوړې شوې خبرې ګڼل ددوی دفکرې جګړې څخه ؤ همدارنګه په مدینه منوره کې دیهودانو له لوري دمسلمانانو دتشکیک په خاطر دورځی په سر کې مسلمانیدل اودورځې په پای کی داسلام څخه ګرځیدل.همدغه رازدصلیبې جګړوله ماتې وروسته په عقیدوي ډول دمسلمانانو دماتولولپاره دصلیبـــیانوله لوري داستشراق،تبشیر،اوتنصیرپه نامه فعالیتونه داسلام په ضد ددوی دفکري جګړې څخه ؤ چې ترنن پورې روان دي.
داسلام اومسلمانانو لپاره دصلیبــیانو دعسکرې جګړې په پرتله ددوی دفکرې جګړې خطرخورا زیات ده ځکه :
عسکرې جګړه ښکاره خوفکرې جګړه پټه روانه وي .
عسکرې جګړه ځمکه اشغالوي خوفکرې جګړه عقل ،فکراوفرهنګ اشغالوي .
عسکرې جګړه جنګي وسائل،اوودانۍ له مینځه وړي خوفکرې جګړه ایمان ،عقیده عزم اواراده له منځه وړي.
دعسکرې جګړې دورانی بیاودانول لږوخت غواړي ،خودفکرې جګړې دورانی بیاودانول پیړۍ غواړي .
که عسکرې جګړه دټوپک ،ماشندار،له اوږې څخه دویشتونکې توغندي ،جنګي الوتکو اوجنګې بیړیو په مټ مخته وړل کیږي، خوفکرې جګړه دهغووسایلو پرمټ ترسره کیږي کوم چې دانسان په فکراغیزکوي اوفکرته یې تغیرورکوي.
صلیبــیان په افغانستان کې دافغانانو دفکردتغیر اوتسخیر لپاره زیات کارله رسنیوڅخه اخلي.
خوځوانانو !!!
دیوځوان په صفت تاسوځوانانوته داپیغام لرم چي نن زمان مونږ الله ج په یولوی امتحان کی راګیرکړي یوچی مونږدالله ج اوپیغمبرﷺدپلویانو په صف کی دریږو اوکه دکفارو.
کفارودعسکرې جګړې په پرتله دفکرې جګړې څخه زیاته استفاده اوګټه اخلي خوځینو بې غیرته ځوانانو ورته لبیک ویلۍ دی
خوځوانانو
دکفاروددې فکرې جګړې په مقابل کې سپرشی اوددې مقابله په فکرې جګړې سره وکړي اوداسې غاښ ماتونکی ګذار ورکړی چې په اینده کې هم ددوی آینده نسل ورڅخه عبرت واخلي اوپه دې وپوهیږي چې مسلمانان دعسکرې جګړې ترڅنګ په فکرې جګړه کې هم ترچاکم نه دي.
په فکری جګړه کی کفارډیر پرمخ تللی دی نه وینۍ مسلمانان یی پر څو ډلو ویشلی دی سوریه،مصر،یمن اوعراق داټول جنګونه ددی شیطانی جګړی نتجه ده ډیر تغیریی په دین کی راوستلۍ دی دقرآن حکیم شان څخه مسلمانانو مخ اړولۍ دی نوری سپسطی داسلام پر نامه تبلیغ او تدریسوی