دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۵)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د ښځې حقوق پر خاوند باندي:

وعن معاوية بن حيدة رضي الله عنه قال قلت يارسول الله صلی الله علیه وسلم ماحق زوجة احدناعليه؟ قال: ان تطعمهااذاطعمت، وتکسوهااذااکتسيت، ولاتضرب الوجه ولاتقبح ولاتهجر الافي البيت.

ژباړه: حضرت معاويه بن حيدة رضي الله عنه فرمايي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم په موږ کي د ښځې پر سړي څه حق دئ؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل: کله چي تاسي خوراک کوئ دوی ته خوراک ورکوئ، کله چي تاسي کالي اغوندی دوی ته کالي ورکوئ، په مخ باندي ئې مه وهئ، بد مه ورته وايه، مه ور څخه جلا کېږه (البته داصلاح په غرض) په کورکي.

جنتي ښځه:

وعن ام سلمة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ايمامرأة ماتت وزوجها عنهاراض دخلت الجنة.

ژباړه: د حضرت ام سلمې رضي الله عنهاڅخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي هغه ښځه چي له دې نړۍ څخه ولاړه شي په داسي حال کي چي خاوند ئې ورڅخه راضي او خوشحاله وي نو هغه به و جنت ته ځي.

ښځه د جنت د هرې دروازې څخه ننوتلای شي:

وعن ابوهريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اذاصلت المرأة خمسها وحصنت فرجها واطاعت بعلها دخلت من اي ابواب الجنة شاءت.

ژباړه: د حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي کله ښځه پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره کوي، خپل شرمګاه او عزت و ساتي، د خاوند فرمانبرداري کوي نو و جنت چي له کومي دروازې څخه داخليږي د هغې دروازې څخه به داخله شي.

د طلاق په هکله وعيد:

عن ابن عمررضي الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: ابغض الحلال الي الله الطلاق.

ژباړه: د حضرت ابن عمررضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل: والله چي په ټولو حلالو شيانو کي ډېر ناخوښه شی طلاق دئ.

د نکاح په وخت کي د ښځې څخه پوښتنه کول لازمه ده:

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ارشاد دئ چي د کونډې د نکاح کولو څخه مخکي بايد د هغې سره مشوره وشي، او که چيري ښځه پېغله وي نو د هغې څخه دي اجازت واخيستل شي،او که هغه چوپه شول نو دا هم لکه داچي راضي وي.

په يوه روايت کي راځي چي د پېغلې نجلۍ پلار دي د هغې څخه اجازه واخلي او بيا دي نکاح وکړي.

ددې حديث مفهوم دادئ چي که څه هم ولي او سرپرست اختيار لري خو مختار مطلق نه دئ، د ښځې د مشورې او اجازې مطلب دادئ چي ښځه خپله رضاء ښکاره کړي که چيري دا بالغه وي، او که چيري بالغه نه وي بيا ئې واک د ولي او سرپرست دئ لکه حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه چي خپله لور بې بې عايشه رضي الله عنها و نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته په نکاح ورکړه چي د هغې عمر شپږ کاله وو.

د کور کار د ښځې لپاره جهاد دئ:

عَنْ اَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ قُلْنَ النِّسَآءُ يارَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم ذَهَبَ الرِّجَالُ بِالْفَضْلِ فِي الْجَهَادِ فَهَلْ لَنَامِنْ اَعْمَالِنَا شَئٌ نَبْلُغُ بِهِ فَضْلَ الْجَهَادِ فَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ ﷺنَعَمْ مَهْنَةُ اِحْدَاکُنَّ فِي بَيتِهَا تَبْلُغُ بِهِ فَضْلَ الْجِهَادِ

د حضرت انس (رضي الله تعالي عنه) څخه روايت دئ چي ښځو نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ته وويل چي اي د الله رسوله ! نارينه وو خو په جهاد کولو سره فضيلت ترلاسه کړ،زموږ ښځو د پاره هم يو څه عمل شته چي په هغه سره د جهاد فضيلت پيدا کړو؟ نبي عليه الصلوة والسلام و فرمايل چي هو! د کور کار کول ستاسو د پاره دا د جهاد د فضېلت په اندازه دئ .

فائده : د کور د ننه چي څومره کارونه دي ، که د هغه اړه له خوراک سره وي يا د صفايي سره وي يا د کوچنيانو د روزنې او پالنې سره وي يا د سامان د نظم او ضبط سره وي. ددې ټولونګراني او ساتنه په ښه ډول سره کول د ښځې پر ذمه دي. او د الله رسول صلی الله علیه وسلم ددې لوي فضيلت بيان کړي دئ او پر دې باندي يې لوي ثواب ورته فرمايلي دئ،د نارينه ؤد پاره چي په جهاد او قتال کي کوم ثواب دئ هم هغه ثواب شريعت ښځوته د کور په کار کي ورکړي دئ .

د صالحې ښځې عمل د۷۰ نارينه سره برابردئ:

عَنِ ابن عُمَرَرضي الله عنهماعَنِ النٍّبِي صلی الله علیه وسلم قَالَ وَاِنَّ مَثَلَ عَمَلِ اْلمَرْءَةِ الْمُؤمِنَةِ کَمَثلِ عَمَلِ سَبعِينَ صِدِّيقاً وَاِنْ عَمَلَ الْمَرْءَةِ الْفَاجِرَةِ کَفُجُوْرِاَلْفِ فَاجِرٍ۔

د حضرت ابن عمررضي الله عنهما څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي د مؤمنې (صالحې) ښځې عمل د اوياؤ ۷۰ صديقينو د عمل سره برابردئ ۔ او د ګنهکارې ښځې بد عملي د زرو ګنهګارانو د بد عملۍ په شان دئ ۔

ښځه به تر نر مخکي و جنت ته ځي:

عن اَبِي اُمَامَةَ رضي الله عنه (مرفوعا) قَالَ يَامَعْشَرَالنِّسْوَانِ اَمَااِنَّ خِيَارَکُنَّ يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ قَبْلَ خِيَارِالرِّجَالِ فَلْيُغْسَلُنَّ وَيُطْبَبْنَ فَيُدْفَعُنَّ اِليٰ اَزْوَاجِهِنَّ عَليٰ بَرَاذِيْنِ الْحُمْرِوَالْصُّفْرِمَعَهُنَّ الْوِلْدَانُ کَاَنَّهُنَّ اللُّؤلُؤُالْمَنْثُوْرُ۔ ابوالشيخ کنزج ۱۶ص ۱۷۱ ،۴۱۲

حضرت ابوامامه رضي الله تعالي عنه فرمايي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي اې د ښځو ټولګۍ! ياد ساتئ چي کوم څوک په تاسو کي نيکې دي نو هغه به د نيکو خلګو څخه لومړی جنت ته داخليږي بيا(چي کله د هغوی خاوندان راشي نو) هغوئ ته به غسل ورکړل شي او خوشبويي به پر ولګول شي او خاوندانو ته به حواله کړل شي د سور او زېړ رنګ پر ښائسته سورليو باندي،او د هغوی سره به بچي وي د خورو ملغلرو په شان ۔

د کفري نړۍ د ښځو د ازادۍ شعار لعنت دئ:

سره ددې چي په لويديځ کي د ښځو د حقوقو او امتيازاتو په برخه کې ډېر تبليغات او پروپاګند کېږي خو حقيقت بل شانته دئ، هغوى په خپله ټولنه کي دومرې ستونزې او مشکلات لري که په هغو نور خلک خبر شي نو د هغوى د پروپاګند په حقيقت به پوه شي،ځکه هغوى دا ټول پروپاګند د اسلام د بد نامولو لپاره کوي تر څو پدې توګه د اسلام نوم د خلکو په ذهن کي کرکجن کړي . مونږ د نمونې او مثال په توګه لاندني معلوماتونه وړاندي کوو:

١- د ښځو ازادي او د نرانو سره اختلاط لاندني خطر ناک مشکلات او ستونزې پيدا کوي چي لږ وروسته ددې ماخذ، اسناد او مراجع وړاندي کېږي،دلته يواځې په لنډه توګه ورته اشاره شوې ده .

الف : د کورني نظام ختمېدل او له منځه تلل .

ب : د نشه يي موادو استعمال او رواجېدل .

ج : د جبري زناوو او فحاشۍ زياتوالې .

د : د بې واده پېغلو په وړاندي د اولادونو ستونزه .

ھ : د ماشومانو او حمل ضايع کول چي طبي او روغتيايي ستونزې منځ ته راوړي .

و : د حرامي او ناجائزو اولادونو بې حسابه پيدا کېدل .

ز : دجنسي ناروغيو لکه ايډز او سيفلس وبايي شکل غوره کول او په ميليونونو خلک پرې اخته کېدل .

ح : ځان وژنه او خودکشي زياتېدل او سلنه يې زياتېدل .

ط : په بوډاتوب کې د ناهيلۍ او بې کسۍ ژوند تېرول .

ى : د موراو پلار په ژوندانه کي اولادونه د يتيمانو پشان ژوند تېرول .

ک : د ځوانانو څخه مجرمان او جنايت کاران جوړېدل .

ل : د جنس د بدلولو لېونتوب .

پردې ټولو ستونزو په پوره تفصيل سره رڼا اچول ناشونې ده موږ به په طلاقونو او زنا بالجبرباندي يوه لنډه رڼا واچوو

نور بیا…

مأخذونه: (رواه ابوداؤد وابن حبان في صحيحه)

(رواه ابن ماجه والترمذي وحسنه والحاکم)

(رواه ابن حبان في صحيحه)

(الترغيب والترهيب ټوک۲ پاڼه: ۳۹- ۴۹/ ليکوال: حافظ زکي الدين عبدالعظيم بن عبدالقوي المنذري المتوفي
۶۵۶ هق- خپرونکي: مکتبه غوثيه محله جنګي پشاور)

(رواه ابوداؤد وغيره)

(حجة الله البالغة دوهم ټوک، پاڼه: ۷۴۸/ ليکوال: حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله عليه/ خپرونکي: تاج کتب خانه پيښور)

( مطالب عاليه صفحه ۳۹ جلد۲ ۔ بيهقي صفحه ۴۲۰ جلد۶ کنزصفحه ۴۰۹جلد ۱۶)
(بزاز۔ کشف الاستارصفحه ۱۵جلد۲ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x