دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۹برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ښاغلی آر ايل مليمه(Mr. R. L. Mellema) داسلام په هکله وايي:

په اسلام کې د ورورولۍ مفکوره داسې عقیده ده چې نه رنګ، نه ژبې، نه توکم او نه هم فکر ته اړتیا لري، اسلام د ځمکې پرمخ یواځنی دین دی چې داسې مفکوره لري، د ځمکې د مخ ټول مسلمانان یو له بله سره وروڼه دي.

ښاغلی والټر د اسلام په هکله وايي:

ما د ټولو مذهبونو مقدس کتابونه مطالعه کړل؛ خو دیوه مذهب لارښوونې هم داسلام په شان نه وې، موږ نشو کولای چې قرآن کریم له نورو مذهبي کتابونو سره پرتله کړو، هغه ښېګڼې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په راوړل شوي دین کې شته؛ په نورو عقائدو، مذهبونو او مفکورو کې یې بېلګې ناشونې دي.
ښاغلی ډونالډ ايس راک ول (Col. Donald S. Rockwell) داسلام په هکله وايي:

په اسلام کې چې کومه ورورګلوي شتون لري؛ هغه له توکم، نژاد، سیاست، هیواد، او نورو څخه ماسوا ده او دا هغه څه دي چې ما د عقیدې او مذهب لورې ته متوجه کوي، دا یو منلی حقیقت دی چې هغه اخلاقي درسونه چې په اسلام کې شته؛ د نړۍ پر مخ په یوه قانون کې هم نشته.

نړيوال سوشالوجسټ او فيزيالوجست جيرډ ډائمنډ (Jared Diamond) داسلام په هکله وايي:

په منځنيو قرونو کې اسلام په اختراعاتواو تخنیک کې ډېر پرمختګ وکړ، چې تر اروپا یې وړاندې والي ډېر څرګند او لوړ ؤ، مسلمانانو وکولای شول چې له یوناني تمدن او تهذیب څخه استفاده وکړي، ټول یوناني آثار یې په عربي وژباړل، موږ اوس له هغو کتابونو څخه یواځې عربي پيژنو او بس؛ مسلمانانو په ځانګړې ډول سره بادي ژرندې، مثلثات، کښتۍ، علم المعدنیات،  او که یې په لنډو کې راغونډ کړو؛ نو دوی په تخنیک کې برلاسي شول، هره ترقي له اسلام څخه اروپا ته راغله، چې د ۱۵۰۰ میلادي کال وروسته اروپایانو بیا په اختراعاتو او کشفیاتو پیل وکړ.

نړيوال ساينسپوه پروفيسرکېت ايل موردنبي(Dr. Moore) کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د تیرو دریو کلونو راهیسی، زه د سعودي عربستان د جدې ښار د عبدالعزیز پوهنتون د جنین پوهنې په څانګه کې کې کارکوم، په لومړي سرکې زه دې ته حیران شوم چې د اوسني ساینس او د قرآن کریم د جنین پوهنې معلومات چې په ۷ پیړۍ کې راغلي وو؛ سره خوله په خوله شول، زه دمسلمانانو په پرمختګ خبر وم، چې په ساینس کې یې درلوده، خو په دې نه پوهیدم چې په قرآن او سنتو کې داسې رښتینی حقایق شته.

ده دقاهرې په یوه کانفرنس کې وویل:

دا چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لارښوونې تر ډېره وخته پورې کشف شوې نه وې او وروسته ساینس پوهان په دې وتوانېدل چې پرې پوه شي؛ نو موږ ویلای شو چې هر څه چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ویلي دي، هغه د الله له لورې دي او بله دا چې دی د الله جل جلاله یو پېغمبر او استازی ؤ.
ده د مصر په یوه کانفرنس کې یوه مقاله ولوستله چې داسې یې پکښې لیکلي وو:

زه دقرآنکریم په هغو معلوماتو چې د جنین پوهنې په اړوند یې تشریح کړي دي، ډېرخوښ شوم، چې څومره ښکلی مراحل او کره معلومات پکښې دي، ما ته د نورو معلوماتو د راټولولو لپاره سرچېنه شول، او زه دا منم چې دا احکامات خاتم الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د وحې په ډول سره راغلي دي،  ځکه چې له هغه څخه وروسته ترڅو پېړیو پورې لا ساینس پوهان په دې هکله په هیڅ نه پوهېدل۔

دساینس د ترقۍ له کبله د جنین پوهنه نوره پېچلې شوه او پېچلې ده، او کوم اصطلاحات چې په قرآنکریم او نبوي سُنت کې ذکر شوی دي، هغه ډېر ساده او جامع دي، چې ددې علم بنسټ یې جوړ کړی او زه ددې سره پوره موافق یم۔

د تیرو څلورو لسیزو راهیسې د دې علم بنیاد ښکاره شوی دی او حال دا چې په قرآنکریم کې د دې علم بنیاد په ۷ مه عیسوي پېړۍ کې ایښودل شوی ؤ۔ .

نور بیا…

مأخذونه:

Mr. R. L. Mellema, Holland, Anthropologist, Writer and Scholar.
Col. Donald S. Rockwell, U.S.A. Poet, Critic and Author.
.” (pg 253) Jared Diamond a world renowned UCLA sociologist, and physiologist won the Pulitzer Prize for his book: “Guns, Germs, and Steel.”
Dr. Moore was a former President of the Canadian Association of Anatomists, and of the American Association of Clinical Anatomists. He was honored by the Canadian Association of Anatomists with the prestigious J.C.B. Grant Award and in 1994 he received the Honored Member Award of the American Association of Clinical Anatomists

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x