biggestscreentv

د نړۍ تر ټولو لوی تلویزیون

نن ټکی آسیا: د جنوبي کوریا د بریښنا انجینرانو د نړۍ تر ټولو لوی تلویزیون جوړ کړ.
دا تلویزیون د سیماسنګ شرکت UHDTV110 ماډل دی او سور یا بر یې ۱۱۰ انچه او او دوه نیم متره جګوالی لري.
دا تلویزیون چې په هر کور خصوصاً تنګو او وړو کورونو کې یې استعمال ناشونی دی، څښتن یې اړ دی چې د دې تلویزیون لپاره ځانګړې خونه او ځانګړې همدومره غټه المارۍ ځای پر ځای کړي.
ویل کېږي، چې دا تلویزیون د ګرافیکس په لحاظ هم په کیفیت کې تر نورو ټولو ایچ – ډي تلویزیونونو غوره او پکسلونه یې هم ترې زیات دي .
د دې ایل- سي- ډي تلویزیون بیه د پنځوس او سلو زرو ډالرو ترمنځ اټکل شوې.
تمه ده چې دا تلویزیون به راتلونکې اونۍ بازار ته عرضه شي.
له دې وړاندې د نړۍ تر ټولو لوی تلویزیون چې هغه هم په سویلي کوریا کې جوړ شوی  و، ۱۰۸ انچه سور لاره.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د