نظــر

د منځني ختیځ له پاره د یوویشتمې پېړۍ تر ټولو خونړي کال وروستۍ ورځ

شاکر جلالي

د شلمې پېړۍ شپاړسم کال چې د دویمې نړیوالې جگړې له دویم کال سره سمون خوري د تېرې پېړۍ له خونړیو کلونو څخه شمېرل کېږي او تر دې دمه سږکال چې د یوویشتمې پېړۍ یوازې شپاړس کلونه پوره کېږي تر ټولو خونړۍ کال گڼل کېږي.

سږکال له پیل څخه تر پایه د منځني ختيځ په ټولو برخو کې زرګونه انسانانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي، کورونه یې ویجاړ شوي او په پردیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي چې تر دې دمه د هغوی برخلیک نه دی ښکاره چې په راتلونکي کې به له هغوی سره څه کېږي.

۲۰۱۶ کال کې د سوریې ناورین ډېر کړکیچن شو، ښارونه محاصره شول په حلب، ادلب او د سوریې په نورو برخو کې بشري ضد جرمونه تر سره شول، د بشار ډلې، روسانو او ایراني ملیشو د ملکیانو پر ضد جګړه پیل کړه، ډېری سیمو کې انسانانو د خوراکي توکو د نه شتون له ګبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، څه په دې وتوانېدل چې د مرګ، لوږې او وېرې له کبله خپل هېواد پرېږدي او ګاونډي هېواد ترکیې ته کډوال شي. بشار الاسد تر پایه ځان د سوريې قانوني ولسمشر ګڼي او د خپل حکومت د ساتلو له پاره له هیڅ ډول کړنې ډډه نه کوي او په مقابل کې مخالفین د سولې تر ټولو مهم شرط د بشار لرې کېدل غواړي چې لا هم یې راتلونکی نامعلوم برېښي.

په دې کال کې عراقي ولسمشر عبادي د داعش له لوري د نیول شوو ښارونو د بیا نیولو اعلان وکړ او جګړه یې د بغداد له پولو د فلوجې له ښار څخه پیل کړه چې له امله یې د دې سني ښار زرگونه اوسېدونکي دېته اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او له ښار څخه بهر په پنډغالو کې د خوراکي، پاکو اوبو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو په نه شتون کې هلته یوازې د دې له پاره ژوند وکړي چې ژوندي پاتې شي او د دې جگړې له امله نامعلوم شمېر ملکیانو ته مرگ ژوبلې واوښتې. د فلوجې ښار له نیولو وروسته جگړې د موصل ښار ته لار وموندله. عراقي ولسمشر هیله څرگنده کړه چې عراقي پوځ، شیعه ملېشې او ایراني ملېشي د امریکا د هوايي ځواک په مرسته به ښار په څو اونیو کې له داعش څخه ونیسي. د موصل په جگړه بې شمېره انسانان مړه شول او لا هم میاشتې کېږي چې جگړه د موصل په کوڅو کې روانه او د موصل ښار هېڅ اوسېدونکی په خپل ځان او کورنۍ د ژوندي کېدو باور نه لري. د موصل ښار له ټولو خواوو محاصره ده هیڅ څوک نه شي کولای چې ښار پرېږدي او نه څوک ښار ته د ننوتو اجازه لري. ښايي چې ډېرو انسانانو خپل ژوند د لوږې او درملنې د نه شتون له کبله له لاسه ورکړی وي.

دغه راز سږکال د یمنیانو له پاره هم تر ټولو خونړی کال وو، په دې کال کې د حوثیانو پر ضد د سعودي ائتلاف په بمبارۍ کې گڼ ځلي پر ملکیانو بمبارۍ وشوې. سعودی ائتلاف د حوثي مشرانو د لمنځه وړلو له پاره د عامو خلکو په گڼ تالار بمبارۍ وکړې چې له کبله یې ډېرو ملکیانو ته مرگ ژوبله واوښته. د یمن جگړه له یو نامعلوم برخلیک سره مخ ده، سعودي ائتلاف نه شي کولای چې له حوثیانو سره ځمکنۍ جگړه وکړي او یوازې د صنعا ښار یې له حوثیانو ساتلی دی.

نړیوالې ټولنې او امریکا په ۲۰۱۶ د برما پوځ په بشري جرمونو کې ښکېل وباله، د برما پوځ او بودايي مذهبه مشران یې د روهنگي مسلمانانو په عام وژنه کې ښکېل وه او دي. نړیوالې رسنیو هم په دې اړه کره معلومات نه دي ورکړي خو د راپورنو له مخې ډېری مسلمانانو خپل ژوند، کورنۍ او هر څه له لاسه ورکړي دي. د بنگلادیش په گډون د سیمې شاوخوا نورو هېوادونو هم د دوی پر مخ خپلې دروازې تړلي دي. ملگري ملتونو د مسلمانانو د عام د وژنې په تړاو د پلټنې له پاره د کوفي عنان په مشرۍ د څېړنکو یو ډله واستوله چې له ډېرو مخالفتونو سره مخ شوه او کوفي عنان یې په دې تورن کړ چې دی په خپله مسلمان دی او په دې اړه به بې طرفه قضاوت ونه کړي.

افغانستان چې له څلوېښتو کلونو راهیسې د جگړې په اور کې سوځېږي او هر کال یې اوسېدونکي د ژوند له خوږو څخه محرومېږي هم ورته ۲۰۱۶ کال په دې پېړۍ کې ورته یو خونړی کال شمېرل کېږي. د راپورونو له مخې د امریکا او ناټو له راتلو وروسته سږکال د بشري تلفاتو گراف ډېر لوړ وو. د ځینې نړیوالو راپورنو له مخې سږکال په ټولیزه توگه دېرش زره کسان په افغانستان کې د مرگ کومي ته لوېدلي دي چې دا له کورنۍ جگړې وروسته تر ټولو لوړه شمېره ده. د کډوالو د چارو وزارت د ویاند له خولې ویل کېږي چې یوازې په کور دننه یو ملیون افغانان بې ځایه شوي او د ژوند له ضروریتونو څخه محروم پاتې دي. امریکايي هوايي ځواک گڼو برخو کې ملکیانو ته تلفات اړولي او په ډېرو برخو کې ملي تاسیسات له منځه وړل شوي دي. د هلمند ولایت په ډېرو برخو کې روغتونونه فعالیت نه کوي او ځايي اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاوو د نه لرلو کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د شلمې پېړۍ پیل د لویدیځ له پاره خونړی وو، لویدیځ شلمه پېړۍ په نړیوالې جگړې سره پیل کړه چې له امله یې ملیونونه انسانان په کې ووژل شول او د دویمې نړیوالې جگړې له پای ته رسېدو سره دغه غمیزه پای ته ورسېده. دغه راز یوویشتمه پېړۍ بیا منځني ختیځ او مسلمانانو له پاره خونړۍ وه، مسلمانانو دغه پېړۍ د امریکا له مداخلو او یرغلونو سره پيل کړه.

نن د ۲۰۱۶ کال وروستۍ ورځ ده او راتلونکي کال کې به د سپینې ماڼۍ مشري ډونالډ ټرامپ ته سپارل کېږي، د منځني ختیځ او امریکا اړیکې د راتلونکو کلونو له پاره ښه نه ښکاري، ښايي دغه جگړې نورې هم زورورې شي. راتلونکی تت دی او په اړه یې څه ویل ستونزمن ښکاري خو دا بیا هیله بښونکی دی چې د دې کال په پای کې په سوریې کې د اوربند اعلان شوی او په دې هیله چې سوریایان د قربانۍ له ورکړې وروسته په ازاداه او ارامه فضا کې ژوند وکړي او ۲۰۱۷ کال د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ له پاره د سولې او ارامئ پیغام له ځان سره ولري.

په همدې هیله
شاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x