ټرامپ د پوتين مشعوقه, خو اوباما يې ترمنځ

لېکنه او انګېرنه: شمس رحمانزی – پونه انډيا

د روسې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوباما په اداره کې د امريکا متحده ايالاتو سره, په نړيوالو او هم د روسې او امريکا د کور دننه مسايلو کې په ښکاره ډول مخالف او دويمه لار لروونکی وو.

د امريکا په تېرو ټاکنو کې روسيه تورنه ده چې, د امريکا د ټاکنو ډاټا بېس ته يې لای رسی پيدا کړ او د انټرنېټي هکارانو په مټ يې, د ډونلډ ټرامپ په ګټې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه.

د روسې کمونېزم د امريکا د امپرېالېزم په وړاندې د سړې جګړې په اوږدو کې ماتې وخوړه. په نړۍ کې دوه سوپر قوتونو پرځای, امريکا د يواځني نړيوال سوپر قوت په توګه راڅرګنده شوه.

له1991 کال ورسته روسيه بیا تر ننه په دې لټه کې ده چې, د خپل رقيب? امريکا پر وړاندې په سړه او يا مخامخ جګړه او يا هم په ډېپلوماټيک ډول بريا لاس ته راوړي.

ويل کیږي روسې د انټرنيټی یرغل (Cyberwar) په وسيله د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړي ده. ټرامپ چې د ټولو پوښتنو له مخې يې د بريا چانس کم وو, په حيرانوونکي ډول يې د امريکا ولسمشرۍ چوکۍ خپله کړه.
ټرامپ د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو په وخت کې د روسې سره د ښو اړيکو په منځ ته راوړلو ټېنګار کولو. او روسې هم د ټرامپ بريا د امريکا او روسې په اړيکو کې د یو نوی او مثبت فصل پرانېستل شمېرل.

ولسمشر اوباما د پوتين او ټرامپ اړيکو ته پوره خوښ نه دی او مثبت لېدلوری نه لري.

تازه, ولسمشر اوباما د امريکا څخه د هغه 35 روسي ډېپلوماټانو د اېستلو امر کړی چې د سيبر حملې په اړه تورن دی. د نيويارک ټامېز د راپور په اساس د روسې د بهرنيو چارو وزير وړانديز کړی وو چې, روسيه به د امريکايي ‌ېپلوماټانو پر وړاندې ورته کړنه تر سره کړي څه ‌ډول چې ولسمشر اوباما تر سره کړه.

خو د روسې ولسمشر د امريکايي ‌ېپلوماټانو اېستل او يا هم د امريکا د ډېپلوماټيکو دفترونو د تړلو وړانديز رد کړ. پوتين د ټرامپ ادارې ته چې په د 2017 په جنوري کې به واک ورته تسليم شي په تمه او خوشبين دی.

ولسمشر پوتين د اوباما د کړنې په غبرګون کې, د نوی کال د مبارکې پیغامونه د امريکا ولس او په خپله ولسمشر اوباما د هغې کورنۍ او نوی ولسمشر ټرامپ ته استولی. او همدارنګه يې په روسيه کې د امريکايې ډېپلوماټانو د کورنيو او ماشومانو سره د نوی کال د نمانځنې په ځانګړی پروګرام کار کړی.

پوتين د ټرامپ سره د اړيکو د ښه کيدو لپاره د خپلو 35 ‌ډېپلوماټانو په اېستلو هم ژوره سياسي حوصله وکړه او دغه کړنه يې د ټرامپ ادارې ته پرېښودله.

د نيويارک تاميز د راپور په بنسټ ډونلډ جې ټرامپ هم په خپل ټوېټر د ولسمشر پوتين غبرګون وستايو او هغه یې يو ځېرک شخص ياد کړل.

د اوباما, ټرامپ او پوتين دغو کړنو د امريکا عام ولس په دې ډ‌اډمن کوي چې روسې په ريښتيا هم د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه کړي ده.

د پوتين غبرګون له لاندې انګېرنو څخه خالي ندی.

۱- کله چې امريکا روسي ډېپلوماټان شړي, او روسيه په ورته کړنه لاس نه پوري کوي, نو دا په دې مانا ده چې روسي ډېپلوماټانو په رښتيا هم لاسوهنه کړي او مجرم دي.

۲- پوتين د ټرامپ سره د غوره اړيکو لپاره د زهرو دا پياله هم څښې. او بل خوا ټرامپ هم د پوتين حوصله ستايي او په جنوري کې د واک اخېستل د پوتين سره وصال او د اوباما له منځه اېستل دي.

۳- د ولسمشر پوتين نرم غبرګون دا په ګوته کوي چې, روسې هغه څه لاس ته راوړي چې هيله يې لره. يعنې د سايبر په مرسته په ټاکنو کې لاس وهنه او د ټرامپ بريا او له هغې سره نوی او مثبتې اړيکې.
د پوټين او ټرامپ مينه اوس د پردو تر شا او اوباما يې ترمنځ دېوال دی.

دا مينه د انساني احساساتو پر پنسټ نه بلکې سياسي لومه او دام دی.

ښايي عاشق او مشعوقه سره وفادار پاتې شي او يا يو له داوړو د اوباما لمن ونيسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د