شعـــــرونه

څلوردېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( عزيزالله حسيني ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ.

په ســــرو د قربانيو دې آباد وي
د شملو شملو وطن دې زنده باد وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې تر سو پورې ژوندي يو تر هغو دې
استشهاد وي استشهاد وي استشهادوي
مسرور درمل

وي دې تل پکې ودان د حق ځواکونه
دښمنان دې مرده باد وي مرده بادوي
ابراهيم حنفي زرمتی

چې تر کومه مو بدن کې ساه باقي وي
تر هغه به مو نارې د الجهاد وي
رحيم الله شېرمل

د قلم په خوږه ژبه به يې صفت کړم
څوک ملګري چې د لارې د جهاد وي
عبدالباقي مهاجر

چې ارمان د شهادت مو شي تر سره
تل دې ګرمه مدرسه د استشهاد وي
قاري ارشادالله عقابي

هر غزل يې په غزلو کې سردار وي
چې غزل کې يې پامير او يا شمشاد وي
کامران خپلواک

د نړۍ مغرور دې ټول راشي مسکن ته
خو د وخت زلمي دې ټول په اتحاد وي
عصمت الله بشام

بيا به سپين محمدي قانون نافظ شي
لاس تړلی به د وخت ظالم جلاد وي
عرفاني

تل د سر اومال ته تېر دی د خدای لار کې
داطالب طالب زلمي دې زنده باد وي
وړوکی شاعر

دي د فتحو بارانونه ای عابده
د جذبو جذبو وطن دې زنده باد وي
عبدالمالک عابد

همېشه د خپل وطن دفاع ته سپر دی
طالب جان دې راته تل ښاد او آباد وي
لياقت الله حيدري

چې يې سور کافر ته ورکړل شکستونه
د هېواد اصيل ځوانان دې زنده باد وي
دولت خان نيازی

ای د پورې غره د بر کلي طالبه
زما د زړه کور دې په تا باندې آباد وي
محمد انور خان

د جهاد په بې ساريو دې اباد وي
دا غازي غازي وطن دې زنده باد وي
صهيب ذاکر تګابي

د غازي اشنا په وينو چې خړوب وي
دا سنګر سنګر وطن دې زنده باد وي
مجاهد حقيار

د زلمو په مردکو دې شادُ باد وي
هسک هسک غرونه خراسان دې زنده باد وي
احمدي وقاص

فتوحات دې ای يارانو په هر لوري
طالب جان زلمی دې هر وخت زنده باد وي
عبدالباري جهاني

چې ذليله ټيتې سترګې راښکاره شي
دښمنان مو شرمېدلي او برباد وي
ذاهدي سهاک

ته همداسې غلام ښه يې ای غليمه
زما ژوند دې همېشه داسې آزاد وي
تسل منيب

ربه يو ارمان لرمه له ډېر وخته
سپين بيرغ چې په پامير او په شمشاد وي
ثناءالله اميدي

چې د مينې يې بديل نه وي جهانه
ستا په غېږ کې دې همدغه زلمي ښاد وي
عبدالباري موقر

دا لښکر د صليبيانو به نابود شي
مجاهده چې غزاکې اتحاد وي
مهاجر رودوال

قرباني به ورته ورکړو په سرونو
ازادي به مو د ژوند اخير مراد وي
تندر امارتي

چې په ګران وطن کې نه غواړي اسلام
خدايه داسې پرګنې دې مرده باد وي
الهام ميوندي

چې د عصر لوی فرعون په تاکې مات شو
که خدای کړل هر يو دښمن به دې برباد وي
قاري حسين

ټول ولس چې يې له غمه شي بې غمه
اربکيان چټل خواره دې مرده باد وي
پرهري افغان

تور دې وينه د افغان هېڅ ضائع نه شي
د افغان وطن دې ګل شي هم دې ښاد وي
نعيم افغان

چې په دين او په وطن باندې غيرت کړي
د زلمو زلمو وطن دې زنده بادوي
مسلم يار

غليمګيه په آرام به دې پرېنږدو
د زمريو ښکار به تل په تا آباد وي
جنتي ملنګ

ايماني جذبه کې دومره يم پياوړی
د ژوندون و خاتمه به مې جهاد وي
حمزه حسيني

عدالت به په نړۍ باندې تطبيق کړو
چې د هر زلمي په زړه کې استشهاد وي
نظامي

تل ودان اوسې زما ويجاړه وطنه
هر دښمن دې شرمېدلی او بربادوي
قاري محمد شفيع

زموږ مشر زموږ امير دې زنده باد وي
اربکيان او غلامان دې مرده باد وي
محيب الرحمن شاهد

چې غربيان ورته په دوه لاسو سلام کړي
دا غازي دې تل ودان او تل آباد وي
خيال کوچی

چې هر کاڼی يې غليم ته درد سر دی
دا سنګر سنګر وطن دې زنده باد وي
ميدانی حقيار نيازی

بيابه ونه ګوري کوږ زمونږ کوڅې ته
د طالب دا کلک ګوزار چې يې تل ياد وي
قاري توريالی تائب

طالب راغی شريعت به اوس قائم کړي
ارمانونه د غربيانو به برباد وي
سيف الله محمدي

دا زموږ په ګران سنګر سنګر وطن کې
مجاهد جانان دې ښاد او هم اباد وي
عبدالمجيد جواد

لويه خدايه ستا پر دين چې څوک قربان شي
تر تازه يې بيا تر عمره ګل ګل ياد وي
خالد بن وليد

دې وطن کې شملور ځوانان او سېږي
کلک ولاړ د هر دښمن مخ ته فولاد وي
منصور

پرافغان دې اسلامي نظام حاکم شي
زموږ باغي ياغي دښمن دې نامراد وي
ظريف افغان

په کورونو کې به کې ننو تر هغه
چې وطن کې مو تر څو شر او فساد وي
نصرت الله خان

ربه ته مو د وطن غرونه زرغون کړې
هندوکش وي که سپين غر وي که شمشاد وي
احمد جان

د سنګر او د جهاد ارمان دې تل وي
چې وطن افغانستان مې تل اباد وي
غازي افغان

نه شاعر او نه ليکوال اونه نعت خوان يم
خو بياهم دې دا وطن پرموږ اباد وي
محب الله مستقيم

په پېکي چې يې دا خړ ګردونه ښکاري
د هغه په لاس دې تل ورک هر فساد وي
زبير درمان

چې فرمان وقاتلوهم راته شوئ
چې فتنه وي تر هغې به مو جهاد وي
صاحب الدين

دا وطن په طالب جان باندې اباد دی
هر ماشوم ته موښودلی الجهاد دی
طالب خطرناک

چې د حق په لار کې تېر له سر او مال وي
دا غيور قهرمانان دې زنده باد وي
عبدالرحمن عزام

زه دعا کومه ستړي طالب جان ته
د وطن په سنګرونو کې دې ښآد وي
اجمل بارکزی

غرو رغو کې چې غليم مدام ژوندون کړي
زمزمې به د بلبلو الجهاد وي
فريد احمد شهيديار

طالب داسې سخت ګزار ورته ورکړی
چې ژوندی وي په ټول عمر به يې ياد وي
عبدالرحمن عزام

چې د حق لارې ته خنډ شي نه يې غواړو
د اسلام او دين دښمن دې مرده باد وي
ذاهد

اتلان د هېواد ځي نوم يې پاتېږي
ښکلی نوم به يې تر قيامته زنده باد وي
موحد آغا

د طالب د تورې لاندې چې راغلی
د باطل په کور کې تل همېش فرياد وي
محمدالله محمدي

دا وطن دې تل په داسې زلمو ښاد وي
هر غليم ته د دې خاورې چې صياد وي
مخلص کوچی

ربه تاته کړو دعاوې او سوالونه
دا مظلومه طالبان دې تل اباد وي
الفت جان

خود نړۍ به يې له جنګه لاس په سر وي
د زلميو چې کلک عزم سپين مراد وي
راشد غريب

چې کفري لښکرې ووځي له هېواده
هغه وخت به ان شاءالله وطن آزاد وي
عزت الله احمدي

په کې ستايم عرفاني او مخلص دواړه
نور والله که مې له چا سره عناد وي
غريب کوچی

چې به هر غره او هواره کې سنګر وي
دا غازي افغانستان دې تل اباد وي
حمزه احرار

تر منزله به ملګرو هله رسو
چې پر يو بل مو ريښتينی اعتماد وي
عرفاني

مړ به نه يم ځان ژوندی بولم ملګرو
چې رب راکړي شهادت لار کې جهاد وي
جمعه ګل صابري

تر هغو به کاميابي زموږ په نصيب وي
چې تر څومو له کافرسره تضاد وي
عرفان مدني

د اسلام او مسلمان نوم يې اوچت کړو
دغه ښکلي فدايان دې زنده باد وي
مهاجر طالب

ستا بچو ته دا سبق شو غليمګيه
بيا به نه کوې خطا که دادې ياد وي
محمد ابراهيم

چې تر څو دا يرغلګر دلته موجود وي
تر هغو پورې جاري به دا جهاد وي
علا محمد درخان خېل

چې په ښکلي ورين تندې يې ده تړلې
ښکاري داسې چې زلمي د استشهاد وي
رضاءالله حقيار

د اسلام دا سپين بيرغ به زر رپاند شي
که د دې زلمو هم داسې پاک جهاد وي
ابراهيم بريال خالد

بس درځي به ستا تر غېږې خړ سنګره
چې زلمي مو پاريغ شوي له اعداد وي
ارماني جانان

د غرب مخ تور شو که خدای کړل نن سبا کې
شريعت باندې ښايسته به زموږ هېواد وي
نثار احمد مخلص

چې په اور کې يې ستي ستي بشر شو
د شهيد منصور يادونه دې تل يادوي
نقيب الله سحر

تورې شپې به په افغان کله سحر شي
خدايه تل مو په زړه غم په خوله فريادوي
فاريابي حقيار

ای زما ګرانه وطنه دا دې بخت دی
چې حاکم شي څوک پر تا يې خوښ فسادوي
منصور افغان

د نړۍ هر استعمار ترېنه په وير دی
ای ابراره تل اباد دې استشهاد وي
منصور

تل دې ستاتو تاريخونه په مېړانه
د کفري نړۍ په مونږ که انتقاد وي
خادم افغان

امريکا به په ګونډو او شرمنده شي
څو چې موږ سره قوت د استشهاد وي
محمد عمر هاشمي

چې د تورو او نېزو غشو باران وي
په عذاب دې همېشه خوني الحاد وي
فريادي جانان

آفرين شه مجاهدو شاعرانو
دغه ستاسو څو بيتونه به مې ياد وي
محمدي

دا رامان به مې پوره شي کله ربه
چې وطن کې مو وي سوله او آزاد وي
احمد مختار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x