
ملګرو ملتونو ۲۰۱۳ کال د عراقي ولس د مرګ-ژوبلې تر ټولو خونړی کال وباله
نن ټکی آسیا: په عراق کې د ملګرو ملتونو ماموریت په ۲۰۱۳ میلادي کال د ملکيانو د مړینو شمېر ۷۸۱۸ تنه ښودلی، خو د عراق د مړینو د شمېرنې یوه غیر حکومتي ټولنه چې مرکز یي په لندن کې دی، وایي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په دې هېواد کې څه کم لس زره کسان وژل شوي.
د ملګرو ملتونو څارونکې وایي، ۲۰۱۳میلادي کال په عراق کې د ملکيانو د مړینې ترټولو خونړی کال و.
دواړو موسسو ویلي چې؛ په عراق کې له ۲۰۰۸ کال راهیسي د ملکېانو د تلفاتو دا شمېرد بل هر وخت په پرتله ډیر زیات دی.
ډېری شنونکي په دې اند دي چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره جوخت خونړیو چاودنو او نښتو زور واخیست او خورا قوی اټکلونه د دې غمازې کوي چې د اکثرو خونړیو پېښو تر شا د امریکا د پوځي او استخباراتي کړیو لاسونه دي او نه غواړي چې له عراقه د دوی له وتلو وروسته عراقي ولس بېرته هغې سولې او کرارۍ ته ستانه شی، چې د دوی تر یرغل وړاندې ترې برخمن ول.