افغانستان

فراه: پولیسو د محلي راډیو مشر وهلی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۱، ۱۳۹۵ل): په فراه ولایت کې پولیسو د یوې محلي راډیو مشر وهلی دی.

د محلي راډیو «عروج» مشر او ایډیټر محمد ابراهیم پرهار نومیږي، چې تېره شپه یې د دویمي امنیتي حوزې پولیسو موټر درولی او د بې عزته کولو تر څنګ یې سخت وهلی دی.

په فراه ولایت کې د ازاد ژورنالیستانو د ټولني مشر عبد الرحمن ژوندی رسنیو ته ویلي چې ددې پيښي څیړنه باید وشي او د پولیسو دغه کړنه یې د رسنیو پر ضد عمل وباله.

محمد ابراهیم پرهار وايي چې پولیسو زما موټر په مرکزي چوک کې ودروی او ما ورته خپل کارت ښکاره کړ، خو دوی بیا هم زه ووهلم.

نوموړي وویل چې ما ورته وویل لومړی زما څخه تلاشي واخلی ځکه چې پر ما د دفتر ناوخته دی، خو پولیسو زه له موټر را ښکته کړم او د خلکو په مخ کې ووهلم.

نوموړي ویلي چې دا پيښه د رسنیو پر ضد د تاوتریخوالي پيښه ده چې باید څیړنه یې وشي. نوموړي د ازادو ژورنالیستانو ده ټولنو څخه وغوښتل چې دده مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x