نړۍ

بغداد: غبرګو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۱، ۱۳۹۵ل): د عراق پلازمینه بغداد کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۷ ملکیان وژل شوي دي او ۵۳ نور ټپيان شوي دي.

د چاودنو مسؤولیت «داعش» په غاړه اخیستی دی.

د بغداد امنیتي چارواکو ویلي چې دواړه چاودني د سرتیرو بریدګرو له لوري را منځته شوي چاچي په خپل تن پوري چاودېدونکي توکي تړلې وه او د خلکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.

دواړه چاودني د څو دقیقو په فاصله د «السنک» په بازار کې رامنځته شوي چې یوه یې د بازار په دروازه کې او بله چاودنه یې په بازار کې دننه د خلکو په منځ کې شوي.

چارواکو ویلي چې د سهار په وخت کې په دغه بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي ځکه درنه مرګ ژوبله را منځته شوې ده.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې یوه چاودنه د سرتیری بریدګر په واسطه رامنځته شوې او بله چاودنه د ځای پر ځای شوي بم په واسطه شوې.

داعش ډله چې د خپل مخالفینو په ځمکه کې د ملکي وګړو په وژنه دریغ نه کوي، په دې وروستیو کې زیاتي ځمکي له کنټروله وتلي او اوس په عراق کې د خپل وروستي ښار «موصل» څخه تر مرګه دفاع ته اماده شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x