پنتاګون وايي «بغدادي» ژوندی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي د اسلامي دولت ډلي «داعش» مشر تر اوسه هم ژوندی دی.

امریکايي تلویزوني شبکې سي ان ان د پنټاګون د ویاند پيټر کوک څخه په نقل قول ویلي : « مونږ اوس هم په دې باور یو چې بغدادي ژوندی دی او د اسلامي دولت ډلي رهبري کوي».

نوموړي وویل مونږ خپل تر وسه کوشش کوو چې ځای یې مالوم کړو او ووې وژنو، او زیاته یې کړه « ددې لپاره مونږ ډېر وخت ځانګړی کړی دی چې څرنګه یې ځای مالوم کړو، هغه جزا به ورکړو چې وړ یې دی».

بغدادي چې ځانته د اسلامي دولت ډلي خلیفه وايي، د خپل خلافت د اعلان په ورځ یې په موصل ښار کې په یوه مسجد کې خطبه وویله او بیا له هغه راهیسي لادرکه دی.

د نوموړي د ژوند او مرګ په اړه وخت ناوخته خبرونه راغلي خو تر اوسه یې هم په اړه کوم ثبوت نه دي وړاندي شوی.

پیټرکوک وویل چې بغدادي اوس یوازي ځانته ژوند کوي، د خپل قومندانانو سره یې رابطه شکېدلې ده، د قیادتي شورا اکثره غړي یې وژل شوي، پر نویو کسانو باور نه کوي.

باید وویل شي چې امریکایانو د نوموړي پر سر ۱۰ ملیونه انعام ایښی وو، خو وروسته یې دغه مبلغ ۲۵ ملیونه ډالرو ته پورته کړ، کوم چې به هر هغه چاته ورکول کیږي څوک چې د بغدادي په اړه امریکايانو ته معلومات ورکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په عراق او سوریه کی که داعشیانو له وحشته او غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو کار نه اخست ما به تایید کړی وی ، حتی همدا اوس چه له موصل او نورو مهمو ښارونو ویستل کیږی او په شا تمبول کیږی ورسره ناخوښه یم ځکه د وی د مسلمانانو نوم له ځانه پوری نښلولی ، سره د دی چه د امریکا او اروپا سیاسیون او نړیوال استعمار د داعشیانو اصلی هویت پیژنی مګر مظلوم بشریت به د داعش په ماتو د مسلمان مجاهدینو د وحشت او بی غیرتیو فکر وکړی زه پری خوشاله نه یم . په اوایلو کی… نور لوستل »