له روسیي او چین سره د طالبانو نیږدي کیدل زمونږ په ګټه او که تاوان دي؟

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب) سیاسي شنونکی او لیکوال

د روان کال د دسمبرد میاشتې په پیل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هیواد سفیر الکساندر منتیتسکی رسما اعلان وکړ چې حکومت یې له طالبانو سره اړیکې لري.

امریکا او ناټو چې غواړي افغانستان یواځې د دوي د استعماري سیاست په حلقه کې محصور وي د روسیې د دې اعلان په اړه یې له هماغه پیله منفي غبرګون ښکاره او دا کار یې د افغانستان په چارو کې د مسکو مداخله وبلله.

طالبان د افغانستان د مقاومت د مطرح جهت په حیث حق لري له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره سیاسي اړیکې ولري، او له هغو اړیکو څخه د بهرني اشغال په مقابل کې د مقاومت د پیاوړي کولو لپاره ګټه واخلي.
چین اوروسیه ولي له طالبانو سره نیږدي کیدو ته اړشول.

په روسیې کې د اوکراین لانجه ، د چین په سنګیانګ ایالت کې د بیلتون غوښتونکو شتون او په افغانستان کې داداعش ظهور یاد هیوادونه دیته اړیستل چې له طالبانو سره سیاسي روابط ولري.

ځکه مسکو او بیجینګ په دې پوهیږي چې امریکایان چې کله وغواړي چیري پوځي مداخله وکړي تر هرڅه وړاندې هلته ګډوډی رامنځته او بیا د هغې د له منځه وړلو به پلمه په هغه ځای کې پوځي مداخله کوي.

اوس مهال چې افغانستان د امریکایانو تر اشغال لاندې دی نو امریکایان د سیمې لپاره په تیره د روسيې او چین لپاره ګډوډي جوړونکي مضرعناصر له افغانستانه تولیده وي.

کابل حکومت د امریکایانو له لوري د دغو تولیداتو په استعمال او پروسس کې د وسیلې په توګه کارول کیږي.

خو دا چې طالبان د امریکایانو په مقابل کې د مقاومت ښه تجربه او ځواک لري هغوی دا مضر تولیدات د اشغال محصول ګڼي او د افغانستان په دننه کې یې داسې مخنیوی کوي لکه څرنګه چې په پوځي ډګر کې د امریکایانو مقابله کوي.

مسکو او چین د واشنګټن د سیاسي ، پوځي او اقتصادي سیالانو په توګه دا درک کړي چې هغو طالبانو کومو چې په پوځي لحاظ یې په افغانستان کې د امریکايي نفوذ مخه ډب کړه هغوی کولای شي په خپل هیواد کې د امریکايي مضره تولیداتو مخنیوی هم وکړي.

نو هماغه ده چې لومړی یې له طالبانو سره د سیاسي روابطو په لرلو اعتراف وکړ او په دو هم قدم کې مسکو او بیجینګ دواړو د مسکو په دری اړخیزې کې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د ځیني طالب چارواکو د نومونو ایستلو وړاندیز وکړ.

پاکستان ولي د روسیې او چین په ګروپ کې شامل شو؟

دا ښکاره خبره ده چې د مسکو دری اړخیزه د امریکايي مصالحوخلاف یو نوی تشکیل شوی ګروپ دی، خو پاکستان چې له ۱۹۵۱ کال راهیسې له امریکا سره نیږدې پوځي او استخباراتي اړیکې لري ولي یو په یوه د امریکا په مخالف ګروپ کې شامل شو؟ . پاکستان تر اسرائیلو او مصر وروسته دریم هیواد دی چې د امریکا له پوځي او مالي مرستو برخمن دی.

په کال۱۹۵۳ کې کله چې د پاکستان لومړي وزیرلیاقت علي خان له امریکايي ولسمشر هاري ترومان (Harry S. Truman) سره وکتل امریکايي ولسمشر تري وغوښتل چې په پاکستان کې امریکايي څارګرې شبکې (سي آی اي) ته په سیمه کې د شوروي اتحاد د استخباراتي فعالیتونو د څارنې لپاره یوه اډه ورکړي خولیاقت علي خان یې دا غوښتنه نه ومنله .

مګر په کال ۱۹۵۴ کې چې د امریکا او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه دفاعي هوکړه لاسلیک شوه د هغې په اساس بیا یوزیات شمیر پاکستاني افسرانو په متحده ایالاتو کې پوځي زده کړې وکړي او په تعقیب یې د واړو هیوادونو ترمنځ د پوځي مرستو مشورتي مرکز د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې تأسیس شو.
له هغه راوروسته د سړې جګړې په مهال په تیره په افغانستان باندې د شوروي یرغل په مهال د پاکستان او امریکا اړیکې ډیرې نیږدي او ګرمې شوي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبرترپیښې وروسته پاکستان د واشنګټن د ترټولومهم استراتیژیک حلیف په توګه د هغه ترڅنګ ودریده واشنګټن هم د دې ملګرتیا په عوض کې تر اوسه پوري ۲۰ ملیارد ډالره مرسته ورسره کړې.

خو له کال ۲۰۱۱ څخه کله چې د امریکايي الوتکو په بمباري کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول د امریکا او پاکستان ترمنځ په استراتيژیکي همکارۍ کې تدریجي بي اعتمادي رامنځته شوه.

همداراز په کال ۲۰۱۱ کې کله چې د القاعده شبکې مشر د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان د ایبټ اباد په سیمه کې ووژل شو د پاکستان او امریکا اړیکې متأثرې شوې

له هند سره د امریکایانو نیږدیوالی بل هغه لامل دی چې د پاکستان او امریکا په اړیکو یې منفي اغیز کړی او اوس غواړي له بدیلې لارې امریکایان مجبور کړي له پاکستان سره د علایقو په ښه کولو غور وکړي او خپل رول په سیمه ییزو قضایاوو کې فعال وساتي.

پاکستان ته د دې کارلپاره له روس او چین سره نیږديوالی غوره انتخاب دی چې له امله یې نوي ګروپ ته شامل شو.

تیرکال د نومبر میاشت کې چې کله د روسیې د دفاع وزیرسرګي شوګو پاکستان ته راغی پاکستان ورسره دوه اړخیزد پوځي او تخنیکي مرستو قرار داد لاسلیک کړ.

همدا راز چین هغه هیواد دی چې تر بل هرچا له پاکستان سره په اقتصادي او تخنیکي برخه کې زیاته مرسته کوي او له ۲۰۰۶ کال راهیسي یې له چین څخه د ۶ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات اخیستي.

د سږکال له پیله چې کله د لوړ پوړوامریکايي چارواکو لخوا په پاکستان باندې په اصطلاح د تروریستي ډلو د ملاتړ تورونه وارد او پاکستان یې له یوه ډول سیاسي انزواء سره مخ کړ، پاکستان د خپل سیاسي موقف د پیاوړي کولو لپاره روس اوچین ته د نیږدي کیدو لوری ونیو.

له روس او چین سره په نیږدیوالي کې پاکستان دوې موخې لري:

لومړی: د امریکایانو اوناټو له لوري له سیاسي انزواء څخه د خلاصون په غرض په یوه بل قوي بلاک کې راښکاره کیدل.

دوهم: د افغانستان په اړه د مسکو او بیجینګ په نوي بلاک کې د افغانستان په قضیه کې ځان مطرح سهیم پاتي کول.

دا چې د مسکو په دری اړخیزې کې نه طالبانو او نه هم کابل حکومت ته بلنه ورکړل شوې وه پاکستان ته دا یو طلايي چانس و چې ځان د طالبانو د یوه حامي او یا پرهغوی باندې د یوه اثر لرونکی جهت په توګه د افغانستان په اړه دروس اوچین په نوي بلاک کې دخیل او تر دې نوم لاندې به له هغوی څخه هغه امتیازات ترلاسه کوي کوم چې له کلونو راهیسې یې له امریکایانو څخه ترلاسه کول.

له روس او چین سره د طالبانو نیږديوالی فایده من که تاواني دی؟

تر اوسه پوري چې د روس، چین او طالبانو د نویو روابطو په اړه په رسمي ډول څه را څرګند شوي هغه یواځې له طالبانو څخه د سیاسي حمایت اعلان او له تورلیسته څخه د طالبانو د نومونو د لیري کولو موضوع ده.

نور داسې څه تر اوسه نه د طالبانو او نه هم دروس او چین لخوا څرګند شوي چې له مخه یې له طالبانو سره د رسمي علائقو لرل ثابت کړي.

په معاصرسیاست کې دهر ډول پالیسیو اوسیاسي مواقفو اتخاذ د مصالحو پر اساس وي ، د روس او چین اوسنی مصلحت دادی چې په سیمه کې د امریکايي نفوذ د جلوګیري او د امریکايي نفوذ له ساحې څخه منځنۍ آسیا او چین ته د صادریدونکي ګدوډې د مخنیوي په خاطر طالبانو ته لاس ورکړي اوهغوي لومړی په سیاسي او په دوهم قدم کې پوځي لحاظ د امریکایانو په مقابل کې تقویه کړي، چې دا کار په افغان لانجه کې د یوه نوي باب پرانیستلو معنی لري او دلته به حتما نوي لوبغاړي له نویو لوبو او نویو تګلارو سره ر ا پیدا کیږي.

له بده مرغه د افغانستان تیرې څلویښت کلنې غمیزې ، جګړو او ګډوډیو په افغانستان کې د قضیې ټول بشري ظرفیتونه او دهغوی سیاسی استعدادونه داسې ځپلي چې د خپلې قضیې په اړه یې د ریادت او په مستقلانه توګه د ابتکار عمل صلاحیت له منځه ترې وړی، همدا وجه ده چې هغوی تل په خپلې قضیې کې په غیر مستقیم ډول د ابزاري وسائلو په توګه کاریدلي نه له خپلو مصالحو څخه د پیاوړو او مستقلو مدافعینو او سیاسي بصیرت لرونکو مدیرانو په توګه.

د بیلګې په توګه د شوروي اشغال په مهال افغانانو د سترو قربانیو په ورکولو ستره تاریخي بریا ترلاسه کړه خو له دغې بریاڅخه یې ټوله ګټه امریکایانو د ځان کړه او دوی ته د هیواد له تباهي او ټولو مادي او معنوي ارزښتونو له لاسه ورکولو پرته بل هیڅ په لاس نه ورغلل، نه يې د جهاد اصلي هدف (د اسلامي حکومت جوړول) تر لاسه کړای شو او نه يي د خپل ولس د سوکالي او آرامي لپاره څه وکړای شول، شورویانو ته يې په ماتي ورکولو سره امریکایان د یو قطبي نړۍ واکداري ته ورسول چې آخیر بیرته پر دوي مسلط شول.

اوس بیا کټ مټ هماغه لوبه روانه ده د افغانانو د بي ساري مقاومت له کبله امریکايان په افغانستان کې په ګونډوشول، روس او چین دې طلايي چانس ته له وخته په انتظار کې وو ، هماغه ده چې اوس راوړاندې او له مقاومت (طالبانو) څخه د حمایت په پلمه غواړي ځان د افغانستان په موضوع کې سهیم او بیا د مقاومت بریا د خپلو مصالحو په ګټه وکاروي.

روسانو همدا لوبه په سوریه کې د خپل ځان په نفع وګټله اوس غواړي په افغانستان کې یې هم پیل کړي.

دا ښکاره خبره ده چې زمونږ د هیواد لانجه د بهرنیو هیوادونو د مداخلې محصول ده، څومره چې دلته مداخله ګر لوري زیاتیږي هغومره به مو ورسره د هیواد لانجه ستونزمنه او پیچلې کیږي . که د مقاومت لوری (طالبان) له دغې موضوع سره په پوره دقت، احتیاط او واقع بینانه سنجش تعامل وکړي، د روس او چین له حمایت څخه یواځې د سیاسي حمایت په حد کې د امریکایانو په خلاف د مقاومت د پیاوړي کیدو لپاره کار واخلي امید شته چې دا کار په افغانستان باندې د امریکايي اشغال د پایته رسیدو لامل وګرځی.

نتیجه

افغانستان اوس د خپل تاریخ په یوه ترټولو حساس حالت کې قرار لري.

امریکايي شتون نه د افغانانو په ګټه او نه هم امریکایان نورد هغه د اکمالولو توان لري، د کابل فاسد او شړیدلی رژیم په خپل لاس د ځان د انتحار وروستۍ ساوې کاږې، افغان ولس د نړیوالو او سیمه ییزو سازشونو د یوه قرباني په توګه په یوه نامعلوم برخلیک کې قرارلري، همجواره او سیمه ییز نظاره چیان هریو د ځان د مصلحت لپاره په افغانستان کې د خپل سهم اخیستو لپاره په نویو سازشونو لګیادي ، د قضیې ښکیل افغاني جهتونه یوهم د ځان په اړه له پوره ملي او ولسي حمایت او اجماع څخه برخمن نه دي.

بس یواځې الهي فضل او بیا د قضیې د داخلې لوریو خپل منځي تفاهم به وي چې د افغانانو د هیلو بیړۍ د اختلاف او تفرق له توپاني څپو څخه د نجات ساحل ته پوري باسي.

6 تبصرې

  1. عبدالواحداڅګزۍ

    محترم ثاقب صاحب اسلام اعلیکم ډیره ښه لیکنه دی کړی ده خوموږبایدپری نږدو چه ملک بیانورو لاسوته ولویږی ستاسو غوندی پوه خلک لری باید طالبان یوازی پری نږدی چه دبل چادلاس آلی جوړسی اوباید ورسره په تماس کی وه اوسواومشوری ورسره وکودجهادهمت اوطوان ددوی سره وو ددنیادشیطانی غریزو پوهه ستاسوسره ده موږباید هر یوپرخپل ځای دملک مسءولیت حث کړواوپه سراومال دملک دخلاصی کوښښ وکړو خودونه وایم که الله له دی کافرامریکا خلاص کو بیادافغانستان داشغال فکرڅوک نسی کولای،خودجوړیدو فکریی بایدپه ګډه وکړو داوود خان وطن پرست اوپاک حاکم وو ولی دافغانستان دپوهانو مشوره یی نه غوښته ملک یی تردی ځایه راوه رساوۍ کمونسټانو دروس پرقدرت تکیه کړی وه په ځانویی څه وکړل په ملک یی څه وکړل اوس کرزی،اشرفغنی اوعبدالله دی الله له عقلوخلاص کړی دی نه یی دداوودخان نه دخلکیانو اوپرچمیان تجربه اخلی جیبونه ډکوی دامریکاپر قوت تکیه کوی اوبس زمازهن فتح نژدی احساسوی توکل دکایناتو پرمالک دۍ.
    په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. اڅکزی صاحب ، ستاسی نوری تبصری خو ښی معلومیږی ، دی تبصره کی لکه خوب او خیال کی وی ؟
    مونږ او تاسی چه د طالبانو به تګلیاره او دریز کی هم پاتی شو زمونږ د پاره ویاړنه ده، هغوی تر مونږ ښه پوهیږی ، که نه پوهیدلی د ټولی کفری نړی سره به په بریالیتوت نه شو جنګیدلی ، دغه جنک کی ورسره د الله ج مرسته ملګری ده . هغوی نه د چا د لاس اله وو ، نه د جا د لاس اله کیدی شی ، مونږ کیدی شی چه د نورو لاڅپوڅی شو مګر هغوی د مادیاتو د پاره نه د معنویاتو د پاره جنګیږی ، هغوی له مرګ نه مرګ له هغوی ډاریږی مرګ ته په ډیره لیوالتیا ورځغلی ، زمونږ په شان نه دی چه له لیری مو پشی رپیږی ، خپلو خبرو کی تاکید کوه داسی نه چه بی ایمانه له دنیا ولاړ نه شی.

    • عبدالواحداڅګزۍ

      ستابه پښی رپیږی البته په زړه دی تر اوسه ایمان ندۍ ننوتلی ماچه کم جهادکړۍ دۍ ګمان نه کوم چه بل چابه ترمابالاکړۍ وی دلادینوله او پیسه پرستانو له جهاده پښی رپیږی زه اوس هم هروخت دالله څخه دشهادت خواست کوم ترشهادت لوګټه نسته

  3. الجاج استاذ بیانزی

    ثاقب صاحب السلام علیکم !
    الله ج دی اجرونه درکړی ، ستاسی لیکنی لکه د کاڼی کرښه نه ورانیږی ، زړه می وو چه څه ورسره زیات کړم ، بیا به بل وخت څه ورسره زیات کړم اوس د دیرو ضروزی کارونو سره مخ یم

  4. Thanks Abdur Rahim Saqib. we Appreciate you. I as the student of International Relations at University of Peshawar, want some help from you. I have research on the topic of “Prospects of peace and reconciliation in Afghanistan”. I am waiting for your reply.

    مننه ثاقب صاحب، مونږ مو ستایو. زه په پیښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د یو محصل په توګه له تاسو څخه د مرستې غوښتونکی یم. زه د «په افغانستان کې د سولې او پخلاینې ابعاد» تر سرلیک لاندې په یوې څیړنې کار کوم. ستاسو ځواب ته منتظر یم.

    • عبدالرحیم ثاقب

      عبدالرحیم ثاقب !
      محترم وروره الله تعالی مو په خپلو شرعي آرمانونو کې بریالی لره.
      زه به مو د ممکنه مرستې په ترسره کولو په خدمت کي یم .
      زما ایمیل ادرس زما تر تصویر لاندې لیکلی ، کولای شئ راسره رابطه وکړئ
      مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.