
يو باطل استدلال
کله کله چې کوم “جذباتي عقلاني” د هوښ لارې درښيي، سکوټ همغه نابلده لاربلدي ته ورته وي، چې قافله د ابادې پر ځای په ويرانه ورسمه کړي. ځينې وخت مو دوستانو سره د مسلمانانو او محاربو کفارو تر منځ د مذاکراتو په موضوع بحث راځي. په نړۍ کې د يوازې پاتې کېدا له وېرې د مدينې منورې د تحالف پر بنسټ خبره خوله کې راوچه کړي، چې مذاکرات روا دي او زر دعوه وکړي چې جذباتو پسې ځئ. زه خپله د مذاکراتو د حِل وحرمت په اړه ډېر جرئت نه کوم، خو د روانې جګړې د ماهيت پر بنسټ د مقابل متجاوز لوري د نيت له ارزونې وروسته مذاکرات د حل لار نه ګڼم.
د مطلقِ مذاکراتو خبره جلا ده او د يوه ځانګړي حالت تر تاثيراتو لاندې مذاکرات بېل بحث دی. دا خو هر څوک مني چې مذاکرات په خپل ذات کې يوازې دا نه چې بد کار نه دی، بلکې د مثقف انسانيت لويه نښه ده، خو خبره دا ده چې داسې چا سره يوازې د خپل ځان خبره مطرح کول چې نور امت يې د کفر د فکري او مادي صادراتو په زور لاندې کړی وي، څه حکم لري؟
زه دا بحث هم پرېږدم او يوازې په دې استدلال بحث کوم، چې کافر متجاوز لوري سره د مدينې منورې هغه ميثاق د مذاکراتو دليل کېدای شي، چې د هجرت په لومړي کال د مسلمانانو، يهودو او يثربي مشرکينو تر منځ ليکل شوی و؟
لومړۍ خبره دا ده، چې د مدينې منورې ميثاق چې ليکل کېده، نو د مدينې دننه د مسلمانانو، يهودو او يثربي مشرکينو تر منځ جګړه څه، چې لا ښکاره بدبيني هم نه وه. بله دا چې دې تړون ته د وثيقې نوم ورکړ شوی، چې د متحالفو لوريو تر منځ کيږي، نه متحاربو. درېيمه دا چې دغه درې واړه اطراف د يثرب اوسېدونکي وو، د بهرني يرغل، په پرديو چارو کې د لاسوهنې او غلامونې تصور بيخي نه و.
څلورمه خبره دا ده، چې دا وثيقه تقريبا پنځوس مادې لري، چې د مدينې د مثلث(مسلمانان، يهود. يثربي مشرکين) د هر لوري په اړه خپلې خپلې مادې رانغاړي، خو هغه څه چې موږ پورې اړه لري، څلور مادې دي :
۱- مسلمانان يو امت دی، بل څوک ورسره ګډ نه دي.
۲ – د مسلمانانو سوله يوه ده، يو مسلمان له بل پرته سوله نه کوي.
۳ – هيڅوک به د مکې مشرک ته پنا نه ورکوي، نه به يې مال ساتي.
۴ – د متحالفينو تر منځ که څه ستونزه پېښېږي، نو فيصله به يې الله جل جلاله او رسول صلی الله عليه وسلم کوي.
داوسنيو حالاتو تشريح داسې کېدای شي، چې په ټوله اسلامي نړۍ د تاريخ سخترينه او شامله جګړه روانه ده، نو ګويا مذاکرات به محاربې ډلې سره وي، نه متحالفې سره. که کوم اسلامي هېواد امريکا سره سوله کوي يا فعلا ورسره سفارتونه لري او پر افغانستان وعراق د امريکا مستقيمه جګړه روانه وي، يا د بيت المقدس پر ضد د اسرائيلو مادي و معنوي سيده ملاتړې وي، يا يې سوډان د اسرائيلو په طرح او خپل کلک نظامي و استخباراتي نفوذ په زور نيم کړی وي، يا يې مصر په خپلو استخباراتي هڅو تر کورنۍ جګړې راښکلی وي، په بل عبارت چې ټوله اسلامي نړۍ يې په سيده وناسيده توګه د مادي ومعنوي يرغل لاندې وي، نو د دې وثيقې د دې بندپر بنسټ “لايسالم مؤمن دون مؤمن” به يې څه ډول تحليل کيږي؟
د مدينې د دې وثيقې له مطالعې وروسته چې په اوسنيو حالاتو فکر کوو، داسې حس کيږي، چې کفري نړۍ اوس له مسلمانانو پخوانی غچ اخلي او د مسلمانانو په وړاندې همغه پاليسي غوره کوي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې د مشرکينو په اړه غوره کړې وه. ګني وګورئ، چې وثيقه کې په مثلث باندې د مکې د مشرکينو ان کمزوری تعاطف هم تحريم شوی، اوس کفري نړۍ لومړی شرط دا ږدي چې هيڅ ډول جهادي خوځښت سره به هيڅ ډول اړيکې نه ساتل کيږي، که خبره وي يوازې د خپل ځان په اړه به مطرح کيږي!
همدا ډول دا ماده چې د هر ډول ستونزې فيصله به الله جل جلاله او رسول عليه السلام ته راجع وي، اوس کفري نړۍ وايي چې هره خبره به دې “ملګرو ملتونو” ته راجع کړې او د سترو هېوادونو د “ويتو” او قبوليت رحم وکرم ته به ځان وسپارې!
سړی نه پوهيږي، چې دا وثيقه په کوم بنسټ د اسلام او محارب کفر تر منځ د مذاکراتو او سولې دليل کېدای شي؟ مقدمه کې ما وويل چې جذباتي عقلاني انسان چې درته د هوښ لار ښيي، همغه نا بلده لار بلدي ته ورته دی، چې قافله پر ويرانه دېره کوي. مازې دا اورېدل چې ګويا رسول الله صلی الله عليه وسلم له يهودو سره تحالف کړی و، نور پرېږده چې ظروف څه وو؟ د تحالف بندونه څه وو؟ د مسلمانانو موقف په څومره قوت کې و او د ګډ ژوند لپاره د ټولو اطرافو دريځ څه و؟ اوسنی حالت له هغه حالت سره اړخ لګوي که نه ؟
لیکوال: لطف الله خيرخوا – کالم: نکات. نن ټکی آسیا
خیرخوا صیب ډیر په زړه پورې کرښې مو لیکلی دي خو که یو ټکي ته دې پام وي که داسې یو شخص ستا دا لیکنه لولي چې داسې پوره مالومات نه لري د تیر ماضی په باره کې یا په بل عبارت که اسلامي مالومات یې کم وي نو شاید چې دا لیکنه یې په تشویش کې واچوي ځکه خیرخوا صیب تا هم ټله لیکنه پوښتنه پوښته کړې ده د دې پوښتنو ځواب شاید د عادی لوستونکی سره نه وي که دی خپلې پو ښتنې خپله ځواب کړې وی ډیره به نوره هم ګټوره شوې وی کنه اوس هم د… نور لوستل »