عطانور: ډاکټر عبدالله د سیاسي پریکړو وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۱، ۱۳۹۵ل): د بلخ سرپرست والي عطا نور د بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله پر سیاسي پریکړو باور نه لري، ځکه یې د ولسمشر اشرف غني سره نیغ  په نیغه مذاکرات پیل کړي دي.

نوموړي ویلي چې ډاکټر عبدالله په تېرو دوه نیمو کلونو کې ونه شوای کړای چې خپله وړتیا وښيي ځکه یې پر سیاسي پریکړو «باور نه لري».

نوموړي وویل چې په ګډحکومت کې ډاکټر عبدالله ونه توانېد چې د واک په وېش کې د جمعیت ګوند استازیتوب په سمه توګه وکړای شي ځکه یې د ولسمشر سره مستقیمي خبري وکړې.

نوموړی وايي چې زما مستقیم مداخلت په دې خاطر وو چې «وضعیت بدل کړم».

بلخوا د ډاکټر عبدالله پلویان وايي چې عطانور د خپلو شخصي ګټو په خاطر د ولسمشر سره جوړجاړی کړی دی.

ددې تر مخه عطا نور ویلي وه چې اماده دی د بلخ ۱۳ کلنی ولایتي مسؤولیت څخه تېر شي او په کابل کې د خپل حزب د اهدافو لپاره سیاسي مبارزه وکړي.

نوموړي ویلي وه چې ولسمشر سره په یو شمېر توافقاتو توانیدلی چې د وخت په را رسیدو سره به اعلان شي.

ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۴ د انتخاباتو تر ګټلو وروسته د ډاکټر عبدالله، عطانور او پلویانو تر سیاسي فشار لاندي راغی، چې له امله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اړ شو چې مداخلت وکړي او د دواړو مشرانو تر منځ واک په سم نیمی (پنځوس سلنه) تقسیم کړي.

دواړه مشران تر یوه کاله ونه توانېدله چې د خپل حکومت کابینه وټاکي او د واک پر وېش یې تر اوسه هم ناندرۍ رواني دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د