نړۍ

استنبول ښار کې پر نڅا کلب بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): د ترکيې استبول ښار کې د نوي ۲۰۱۷ کال د خوښۍ پر غونډه بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د استبول والي واصب شاهين رسنيو ته ويلي، چې د ښار په يو کلب کې سلګونو کسانو د نوي کال خوښي نمانځله، چې وسله وال بريد پرې وشو. په وژل شوو او ټپيانو کې د ملکي خلکو تر څنګ حکومتي چارواکي او پوليس هم شامل دي.

والي وايي، چې په بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي.

چارواکو ويلي، چې د ښار ټولو روغتونونو کې يې بېړنی حالت اعلان کړی او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ترکيې «دوګان» خبري اژانس وايي، چې د بريد پر مهال د ګڼو خلکو نارې اورېدل شوي او د نوي کال نمانځنې لپاره شپږ سوه کسان راټول شوي وه.

ترکي ژورنالېست اوقتای يلمار «الحدث» تلويزون ته وويل، چې پر کلب د بريدګرو شمېر لږ وه او د ده د معلوماتو له مخې دوو بريد کوونکو پر خلکو له ډزو وروسته کلب کې چاودنې وکړې.

د ترکيې رسينو په خبره دغه کلب د استنبول په اورتاکوي پرمختللي ښارګوټي کې دی او د سيمې لوړپوړي دولتي چارواکي او مالداره خلک په دغه ښار ګوټي کې اوسېږي.

 رسنۍ وايي، چې يو شمېر خلکو له کړکيو ځانونه غورځولي دي.

د استنبول ويلي وايي، چې د نوي کال په مناسبت يې ټول ښار کې زرګونه سرتيري ځای پر ځای کړي وو، خو بيا هم دغه ډول پېښه رامنځته شوه.

د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې دغه بريد غندلی او ترکيې سره يې خپله غمرازي شريکه کړې ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ترکيې ته وړانديز کړی، چې د مشکوکو بريدګرو د پېژندنې په موخه ورسره هر ډول مرستې ته تيار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! لمړی : د دی خبر او عنوان تر منځ ناسم معلومات لیکل شوی چه د نڅا کلب کی او وروسته د نوی کال د خوښی غونډه ( چه ۶۰۰ کسانو پکی ګډون درلود ) یاده شوی. دا به هم پریږدو ، چه د اردوګان د حکومتیار او دوستم په شان د مجاهد نمایی شعارونه د اخوانیانو او حزبیانو له خوا زمزمه کیږی، دا به هم پریږدو چه ترکیه یو اسلامی هیواد دی، د نوی کال په ډانس او پیکوبی پیلیدل به هم پریږدو، حیرانونکی بیا په دی نڅاګرو کی حکومتی لوی چارواکی او پولیس هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x