نړۍ

مشرف نن د محکمې پر ځای روغتون ته لېږدول شوی

نن ټکی آسیا: د پاکستان مخکینی ولسمشر جنرال پرویز مشرف چې دا مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې نظر بند دی، نن محکمې ته پر لاره و،چې د زړه د حملې او رواني ستونزو له کبله روغتون ته ولېږدول شو.
د پاکستان سترې محکمې نن حکم کړی و، چې پرویز مشرف باید نن هرومرو محکمې ته حاضر شي او که حاضر نشي نو بندي به شي.

پر مشرف ګڼ تورونه لګېدلي، چې له همدې امله پرې محکمه کې قضیه چلیږي.
خو خپله مشرف پر ده د درغلۍ او نور غونډ تورونه ردوي او وایي دا د ده په خلاف یوه سیاسي توطيه ده.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي وکیلانو تېره ورځ د مشرف له استوګنځي سره د ماین تر کشفېدا وروسته د امنیت د نشتوالي خبر ورکړ او د دوی په وینا په داسې حالاتو کې د مشرف محاکمه کول له ستونزو خالي نه بریښي،بنأ که نوموړي ته څه زیان واوړي نو پړه به یې د سترې محکمې پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x