نادري ناولده

د استراليايي عسکر هغه شتمني ټوله غله یو وړه، چي په افغانستان کي د دندې پر مهال جوړه کړې وه

نن ټکی آسیا: یو اسټرالیايي فوځي چي په تیرو لسو کلونو کی اکثره وخت په افغانستان او عراق کي تیر کړی ، د خپل ژوند او په خاصه توګه ددې لسو کلونو کي چي څومره شتمني جوړه کړې، هغه ټوله یو چالاکه غله د کال ۲۰۱۴ په لومړي شپه ځیني وړي، او په خالي میدان یې پرې ایښی.

نوموړی د اسټرالیا د بریسبان په ښار کي اوسیږي، د کال په لومړی شپه د دوستانو سره د نوي کال د لمانځني په خاطر میلمستیا ته تللی وو، د شپي ناوخته چي کور ته راغلی، د قیمتي اجناسو د خوندي کولو لپاره یې ځانګړې المارۍ ټوټه ټوټه په میدان پرته وه، او د نوموړي ټوله شتمني ورسره غایبه شوی وه.

د اسټرالیا د فوځ دغه عسکر چي Corporal Christopher Lunt  نومیږي، یو دیرش کاله عمر لري، په افغانستان او عراق کي تیر لس کلونه دنده سرته رسولی، ده خپل د یو بل ملګري سره په شریکه د پخوانیو پيسو د ټولولو شوق درلود، او همدا یې خپل تجارت ګرځولی وو، او د دوه لکه ډالرو په قیمت د سرو او سپين زرو پخوانیو پيسیو یوه خزانه یې برابره کړې وه، او له ځانه سره یې په خپل کور کي خوندي کړې وه.

نوموړي اسټرالیايي رسنیو ته د پيښي وروسته په بد حال کي ویلي چي زه خو برباد شوم، زما خو د لسو کلونو خواري عبث ولاړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x