شعـــــرونه

غزل/ مسلم يار

مسلم يار

څوک به آغزي څـوک بـه ګلان خوښوي
څوک به رقیب څوک به جانان خوښوي

په چا بـه ګـرانه وي دا خړه ځــمـکـه
څوک به د ستورو ډک اسمان خوښوي

د دې دنــيا څـه عجـيبــه رواج دى
څوک خپل ځان پلوري او څوک ځان خوښوي

چا ته غلام خـويـونـه خـوند ورکــوي
څوک زولنې او څوک زندان خوښوي

خلک د نـوي ژونـد پـه فـکر کې وي
څوک بيا د تـېر ژوندون ارمان خوښوي

د زرو قــدر د زرګــر ســـره وي
هوښياران ځکه زرګران خوښوي

چې داسلام او دوطن دفـاع کـړي
“مسلم يار” هغه افغانان خوښوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x