نظــر

د روهنګیایي مسلمانانو آه و فغان

لیکوال: محمد فیض الله جاوید
ژباړه: ندیم سالار

څه وجه ده چي د نړۍ په هره حصه کي یوازي مسلمانان د ظلم او تشدد نښه ګرځول کیږي، او نړیوال مشران بیا پټي سترګي او ګنډلي خولې ناست دي؟؟؟ یو طرف ته د سوريې پر مسلمان ملت په ډیر شدت سره ظلم روان دئ بل لوري ته د برما د مسلمانانو چیغې او نعرې وجود په لرزه راولي، په میانمار کي د حکومتي ځواکونو له لوري د روهنګیایي مسلمانانو عام وژني په خلاف په اندونیشیا، ملایشيا او بنګله دیش کي مسلمانانو د میانمار په خلاف پراخ لاریونونه وکړل خو تر اوسه هم په ملګرو ملتونو کي هيڅ چا غږ نه دئ اوچت کړئ، غربیان خو بس یوازي خپل خلک او ښاریان انسانان بولي، بل لوري ته ملل متحد یو ځل بیا ویلي دي چي میانمار د روهنګیا د مسلمانانو عام وژنه پیل کړېده، د فرانسې نیوز ایحنسي په وینا د ملایشیا په مرکز کولالمپور کي مسلمانانو د میانمار د سفارت مخي ته ستر لاریونونه وکړل، د بنګله دیش په مرکز ډاکه کي د جمعې د لمونځ وروسته له پنځو زرو نه زیاتو مسلمانانو د میانمار د دولت په خلاف مظاهرې وکړلې.

همداسي په جکارته او بنکاک کي هم ستري مظاهرې وشوې چي د (آنګ سان سوچی) د حکومت خلاف شعارونه ورکول کیده، دوی له ملګرو ملتونو نه غوښتنه کوله چي د روهنګیایي مسلمانانو عام وژنه ودروي، او په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو یو ستر کارکوونکي (جان مک) یو ځل بیا وویل: د میانمار دولت پر خپله ځمکه د اقلیتي روهنګیایي مسلمانانو نسل له منځه وړل غواړي، ده د بنګله دیش د سرحدي علاقې د کاکس له بازار نه پر میډیا بیان ورکړ چي ددې مسئلې د حل لپاره باید په میانمار کي بنیادي اسبابو ته پاملرنه وشي، د میانمار فوځ او سرحدي پولیس د رخائن ولایت پر سرحدي سیمه د سرحدي سرتیرو د وژنو وروسته د روهنګیایي مسلمانانو په ډله ييزو وژنو او سزا ورکولو کي لاس لري، فوځیان نارینه په ګولۍ ولي، ماشومانو حلالوي، دږ ښځي بې عفته کوي، کورونه سوځوي او لوټوي يې او خلک په دې محبوروي چي د سیند نه د بنګله دیش په لور ولاړ شي، تیره جمعه موږ ته راپور راغئ چي فوځ پر مظلومانو وحشیانه ډزي کولې او هغوی ئې د بنګله دیش سرحد ته په استولو محبورول.

بل لوري ته بنګله دیش ویلي دي، چي ددوی پر سرحد په زرګونو روهنګیایي مسلمانان راجمع شوي دي خو تر اوسه لا هم دوی دروازې تړلي دي، یوه پنځوس کلن روهنګیایي مسلمان په سلګیو وویل چي: فوځونو زموږ پر کلي حمله وکړه، پنځوس ښځي او پیغلي انجوني یې په اطاقونو کي بندي کړې او بیا یې ډله ییز جنسي تیرۍ پر وکړ، یوه بل مظلوم مسلمان وویل: زموږ کلي ته وحشي فوځیان د جمعې ورځي په سهار راغلل، ددوی له ویري تښتیدونکي مسلمانان يې په مرمیو ووژل چي په نتیجه کي يې بې حسابه مسلمانان په شهادت ورسیدل.

ایمنسټی انټرنیشنل وايي: د میانمار فوځ لس لکه روهنګیایی مسلمانانو ته یوځای سزا ورکوي، له حد نه زیات دردوونکۍ حقیقت لا دادئ چي پر میانمار د (انګ سان سوچي) حکومت دئ، هغه سوچي چي د انساني حقوقو علمبرداره وه، خو د روهنګیا د مسلمانانو نه دومره نفرت کوي، پر سوچي له هر لوري انتقادونه کیږي خو دا يې پرواه نکوي.

آنګ سان سوچي په میانمار کي د فوځ په خلاف ردِعمل بلل کیده، ځیني خلک اوس هم دا فکر کوي، ددې خدمتونو او جمهوریت لپاره هڅو ته په کتو سره د نوبل نړیواله جایزه هم ورکول شوې وه، اوس دا په میانمار کي حکومت کوي، خو د روهنګیايي مسلمانانو د نظر انداز کولو په خاطر په ملګرو ملتونو کي تر شدید نقد لاندي ده، اکانمسټ ورځپاڼي هم ځکه ډیر شدید اعتراض پري کړئ خو پر بی بی سی تلویزیوني کانال چي کله مشعل حسین د مصاحبې په دوران کي تري د روهنګیایي مسلمانانو د زبون حالت په اړه وپوښتل، دې سمدستي په سپین سترګۍ ورته وویل: په میانمار کي چي د مسلمانانو خلاف نسلي امتیاز ته نه کتل کیږي دلیل ئې دادئ چي د مسلمانانو د زیات طاقتور کیدو یا تروریزم په خاطر داسي کیږي، کوم وخت چي مصاحبه ختمه شوه او دا خبره شوه چي(مشعل حسین) مسلمان دئ ډیر شدید اعتراض یې وکړ چي یو مسلمان ولي ددې سره مصاحبه وکړه؟

څوارلسم (دلائی لاما) هم د سوچي نه وغوښتل چي د روهنګیایي مسلمانانو په حق کي آواز اوچت کړي، خو هغې داسي ونکړل، په میانمار کي د امریکا سفیر ته سوچي وویل چي د روهنګیایي مسلمانانو د نوم اخیستلو پرته دي ددې ملت ته د هغوئ په هکله وینا وکړي خو هغه يې خبري ته ارزښت ورنکړ، سوچي هم د خپل خبیث ملت په واسطه دده په خلاف ډیر تظاهرات وکړل، د سوچي اصل فکر څه دئ، دا هر څه اوس نړیوالو ته د لمر په څیر ښکاره شوي، د انساني حقوقو دعوه کوونکي ډیر داسي کسان شته چي په دغو نرمو شعارونو بې عقل خلک غولوي.

د روهنګیا مسلمانان د میانمار د رخان ولایت اوسیدونکي دي، ځیني مؤرخین یې د رخاین او ځیني یې د بنګال اوسیدونکي بولي، هغوئ وایي چي دوی د برطانویانو په استعماري حکومت کي دلته آباد شوي ول، ځیني ذرایع بیا وايي چي دوی د شپاړسمي پیړۍ نه دلته هستوګن دي، یو تصور خو لا دا هم دئ چي د برطانیې او برما تر منځ د لومړئ جګړي وروسته انګرازانو دوی ددغي سمي په آبادولو راضي کړي ول، تر څو دوی دلته د بزګرانو کار وکړي، خو حقیقت چي هر څه وي د روهنګیا مسلمانان د اوږدې مودې نه دلته هستوګن دي، د میانمار فوځي آمر(جنرال نی ون) د برما په قومیت پوري مربوط قانون نافذ کړ چي د هغه له مخي د روهنګیا مسلمانانو ته ملیت(نشنلټي) ورنکول شوه.

د ۱۹۹۹م د مردم شمارۍ له مخي د روهنګیا د مسلمانانو تعداد ۷اوه لکه دئ، د نړیوالي میډیا او انساني حقوقو د دفاع تنظیمونه وايي چي د روهنګیا مسلمانان د نړۍ تر ټولو زیات مظلوم او محکوم شوي خلک دي، هغوئ بالکل داسي ژوند تیروي لکه د هټلر په وخت کي چي یهودانو تیراوه.

دا خبره تر یوه حده د منلو وړ ده چي د برما فوځ دي پر روهنګیایي مسلمانانو ظلم کوي، خو دا خبره ډیره د حیرت وړ ده چي په میانمار کي داسي یوه ښځه واک لري چي په ۱۹۹۱م کي د همدې جمهوریت خوښوني او ساتني او انسان دوستۍ له کبله د نوبل جایزه ورکول شوې وي، حال دا چي دا په پوره سپین سترګۍ او جسارت سره د ۱۳دیارلس لکو روهنګیایي مسلمانانو حقوق تر پښو لاندي کولو کي د خپل ظالم فوځ مکمل حمایت کوی، تر هغه هم د حیرت ځای دادئ چي د میانمار فوځ د روهنګیا په خلاف د عملیاتو پلان چمتو کوي، چي د غو عملیاتو په واسطه به د هغوئ مصیبتونه څو چنده زیات شي، خو ددغو ټولو ظالمانه کړنو د ترسره کیدلو باوجود سوچي هيڅ ځای د انسانیت د ژغورلو غږ نه اوچتوي، بلکي حقیقت خو دادئ چي ځان د ستر وحشي او تروریست غوندي ښئي.

آنګ سان سوچي د دوه مخیتوب، منافقت او خباثت یو بدترین مثال ده، د ناین الیون بوش ملعون د جګړي وروسته د تروریزم نوم دومره عام کړل شو چي مودي غوندي خبیث انسان د کشمیریانو مقدس جهاد ته هم تروریزم وايي، همدا حالت سوچي ملعونه د هغه ځای د مسلمانانو سره کوي، د هغوئ په تروریست نومولو سره د خپل فوځ او واک په مټ هر ظلم پري کوي، دا کړني د ملل متحد د چارټر او انساني حقوقو خلاف دي، د هیومن رائټس واچ په وینا د میانمار ظالم دولت د رخان ولابت نه مسلمانان داسي صافوي لکه هلته جي يې بلکل وجود نه وو، د میانمار حکومت وايي د روهنګیا په مسلمانانو کي تروریستان هم شامل شوي دي، ځکه نو موږ ځان تري خلاصوو، حال دا چي دا ښکرور دروغ دي، که مسلسل پر یو قوم پنځوس یا څلویښت کاله ظلم وشي ممکن ځوانه طبقه يې هري قربانۍ ته چمتو شي، داسي کسان تروریستان نه بلکي د آزادئ غوښتونکي وي، چي د وحشت، ظلم او ناانصافۍ په خلاف غږ اوچتوي، نړۍ دداسي کسانو له رویه د ښه والي پړاونه تیروي.

دلته پوښتنه دانده جي د روهنګیا مسلمانان څه کوي او ځه نکوي؟ بلکي تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چي جمهوریت(ډیموکراسي)، د انساني حقوقو علمبرداره، د امن د نوبل جایزې ګټونکي د حکومت په وخت کي د اته۸ لکه مظلومو او مجبوره انسانانو سره له حد نه زیات ظلم کیږي، نړۍ باید دغي لوري ته پاملرنه وکړي، په خواږه خوب ویده مسلمانان باید رابیدار شي، د (او آی سی) ایمرجنسي غونډه دي وشي او بالاخره نه یوازي د روهنګیا بلکي د کشمیر، فلسطین د مسلمانانو لپاره دي مضبوط عملي ګامونه اوچت کړل شي.

د میانمار ځمکه یو ځل بیا د روهنګیايي مسلمانانو په وینه رنګ شوې ده، او دا ظالمانه کړني له کلونو راهیسي جاري دي، خو اوس وخت رارسیدلئ دی، چي انسانانو غوندي طرزِعمل اختیار کړو کنه د انسانیت ټولي دعوې مو هسي لافي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx