نظر محمد مطمئن، فیض محمد ځلاند، اسد وحیدي

کابل کې د سولې فعالانو ته جعلي ټلیفونونه شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): کابل میشتي لیکوالان او شنونکي چې د سولې په برخه هم فعال دي، وايي چې له نامعلوم جهت څخه ورته «پاروونکي او د هیواد ورانوونکي» پیغامونه رسیدلي دي.

د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن، د کابل پوهنتون استاذ ډاکټر فیض محمد ځلاند او د سرنوشت ورځپاڼې مسئول اسد وحیدي وايي چې له پاکستاني او ایراني شمېرو څخه ورسره د جعلي طالب مشرانو په نامه اړیکه نیول شوې او په ورانکارو بریدونو کې ترې د همکارۍ غوښتنه شوې.

ښاغلي مطمئن وايي چې په پیغام کې ورته ویل شوي چې ستاسو تلیفون بند و ځکه مو پیغام درولیږه. د هغه په وینا په پیغام کې ترې غوښتنه شوې چې د افغانستان د مختلفو قومونو ترمینځ د جنګ د اور بلولو لپاره هلې ځلې وشي.

ښاغلی مطمئن د یو افغان له خولې دغه خبره د شرم وړ ګڼي او زیاتوي چې هیڅ افغان د قومونو ترمینځ جنجال نه غواړي.

نوموړی وايي: «د کرزي د حکومت په لومړیو ‏وختونو کې همدا کار په جنوب کې وشو او د قومونو د ښکیلتیا لپاره ډیرې هڅې وشوي. امریکايې جنرال پیټریوس هم د اربکیانو پروژه د ‏همدې قومونو په جګړو او دښمنیو کې ښکیلتیا لپاره په افغانستان کې پېل او عملي کړه».‏

نظر محمد مطمئن دغه ډول هڅې د هغو بېلابېلو کړیو کار ګڼي چې د سولې په وړاندې خنډونه ایجادوي او غواړي چې «که وتوانیږي او په راتلونکي کې د همدي پېغام له امله زموږ د سولې رښتونې هڅې ډب کړي»‎.‎

له بلې خوا د سرنوشت ورځپاڼې مسئول او د کابل پوهنتون استاذ اسد وحیدي هم څرګنده کړې چې ورته پیغام ورته رسیدلی او یو داسې چا چې ځان یې د طالبانو د فرهنګي کمیسون مشر باله، ترې په تلیفون غوښتنه کړې چې پوهنتون ته د دوه سرتیرو بریدګرو په ننویستلو کې مرسته وکړي.

ښاغلی وحیدي دا کار «ماشومانه دسیسه» ګڼلې او تر شا یې د هغه چا لاس دخیل بللی چې په خبره یې «په سياست او منطق کې مات شوي، ولس ترې کرکه کوي او د جګړې ضد غږ د خپل ځان تاوان ګڼي».

په عین حال کې د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند هم د ورته پیغامونو د ورسیدو خبر ورکړی.

نوموړي په واضحه ډول نه دي ویلي چې د دغو کړنو تر شا د چا لاس دی، خو زیاته کړې يې ده چې «د ملي وحدت د شرکت له داخله ځینې شر خوښې، ماشومان کوښښ کوي موږ له خپلو روانو هلو، ځلو را وګرځوي، د ولس په وړاندې موږ ملامت کړي».

ښاغلي ځلاند ټینګار کړی چې د سولې په لار کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ورته دسیسو له ډاره به له خپل هدف څخه تېر نه شي.

د سولې په برخه کې یادو درې واړو افغان فعالانو، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره هم کتلي، په یوه خوله دغه ډول کړنې یوه ناکامه هڅه بللې چې په خبره یې، غواړي د سولې لپاره د دوی موقف کمزوری کړي او په راتلونکي کې ورته ستونزې ایجاد کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د