افغانستان

غزني: د ملي اردو رئیس ارکان په امر انجلۍ تښتول شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): د کلي خلک وايي چې دا لومړی ځل نه دي چې د ۲۰۳ قول اردو د دریمي لوا د رئیس ارکان جګړن «عبدالله نظري» په امر یوه انجلۍ تښتول کیږي، د غزني ښار د شهاده کلي اوسیدونکي ویلي چې همدا انجلۍ یوه میاشت مخکې د رئیس ارکان له لوري تښتول شوې خو څلور ورځي وړاندي یوه عسکر د رینجر په موټر کې وتښتوله او تر اوسه لا درکه ده.

نن سهار د غزني په ښار کې د انجلۍ ورور، کورنۍ او د کلي خلک را ټول شوي وه او ویل یې چې انجلۍ په رڼا ورځ د ملي اردو په رینجر موټر کې وتښتول شول.

د انجلۍ ورور عبدالکریم رسنیو ته ویلي چې خور یې دده سره ولاړه وه چې رینجر موټر راغلی، یو عسکر را ښکته شو او خور یې موټر ته ځیني پورته کړه او لادرکه شو.

نوموړي ویلي چې عسکر ورته وویل چې دا کار د ددریمي لوا د رئیس ارکان جګړن عبدالله نظري په وینا کوي، او ګواښ یې وکړ چې : «کرار کښېنه، جنجالونه مه جوړوه، کنه ستا به هم دغه حال وي.»

د کلي خلکو ویلي چې انجلۍ کوزده شوې ده، خو جګړن رئیس ارکان یې ددوهم ځلي لپاره په سپینه ورځ له کوره تښتوي چې له امله یې د کلي خلک را پارېدلي دي او وايي چې په سیمه کې د ملي اردو د ورته چارواکو په شتون کې ځان او ناموس خوندي نه بولي.

دوی ویلي چې له تېرو څلور ورځو راهیسي د ملي اردو او حکومتي چارواکي ددوی خبري جدي نه اخلي او بالمقابل پر دوی تور پوري کوي چې د انجلۍ سره یې ناوړه چلند کوی او دا چي انجلۍ پر یوه عسکر مینه شوې وه ځکه په خپله خوښه ورسره تښتېدلي ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي رسنیو ته ورته خبري کړي او ویلي یې دي چې په دغه پيښه کې رئیس ارکان هیڅ لاس نه لري او زیاته کړې چې انجلۍ دده مخته عسکر ته تلیفون کړی او ورته ویلي «په کور کې راباندي ظلم کیږي، راشه ما وتښتوه».

هغه سرتیری چې د رئیس ارکان په غوښتنه یې انجلۍ تښتولې ده، د انجلۍ د ورور په وینا هغه «بدرالدین» نومیږي او نوموړي ته یې ویلي چې د رئیس ارکان په غوښتنه دا کار کوي.

باید وویل شي چې د دولت تر کنټرول لاندي سیمو کې د زورواکو، ملي اردو افسرانو او اربکیانو له لوري ورته پيښي په مکرر ډول را منځته شوې، خو ډیري کمي يې رسنیزي کیږي، کومي چي رسنیزي شي، پر کور او انجونو باندي یې د بداخلاقیو تور پوري کیږي او د جنایت کوونکو په خلاف هیڅ ګام نه اوچتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله شینواری

د ډېموکراسۍ برکت دی، زمونږ په هېواد کې د بشر حقوق دفترونو ته بیا څه ضرورت دی، چې د دا راز پېښو په هکله جدي ګام نه اخلي؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x