خبرونه

د هرات ښاروالی ښځینه کارکونکې ووژل شوه

نن د هرات ښاروالۍ د څلورمې ناحیې مدیره د ناپېژاندو وسله والو له لوری ووژل شوه.

پنځه ویشت کلنه یلدا وزیری په داسې حال کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوری په ډزو وویشتل شوه، چې په خپل موټر کې دندې ته روانه وه.

دهرات چارواکی وایی تر دې دمه مو څوک پر دې تور نه دی نېولی.

خو د یلدا وزیری کورنۍ وایی چې دځینو کورنیو ستونزو پر بنسټ یې دهغې په لېور شک دی.

داپه داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې دهرات والی سید فضل الله واحدی د مېرمنو په وړاندې دتاوتریخوالی په برخه کې مدنی ټولنې ملامتې وبللې او ویې ویل چې دوی بایدپه دې برخه کې خلكوته سم فهم ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x