افغانستان

طالبانو دوه انسان تښتوونکي اعدام کړي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): طالبانو په فراه ولایت کې دوه انسان تښتوونکي د خلکو په وړاندي اعدام کړي دي.

د طالبانو پر وېب پاڼه «الاماره» کې د نشر شوي خبر سره سم دغه دوه تنه نن سهار د فراه ولایت، د خاک سفېد ولسوالۍ د دیوال سرخ په نامه سیمه کې د خلکو پر وړاندي په عام محضر کې اعدام شول.

د طالبانو د خبرپاڼي سره سم دغه دوه تنه هر یو «نور محمد ولد ګل محمد او فقار ولد غلام» د فراه ولایت د پشترود او فراه رود اوسیدونکې وه، چې تېره میاشت د پشترود په مربوطاتو کې په داسي حال کې د طالبانو له لوري ونیول شول چې یو ماشوم یې اختطاف کړی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې قضیه یې د «اسلامي امارت شرعي محکمې» ته وسپارل شوه او تر یوې میاشتي پر لپسې پلټنو او څیړنو وروسته دواړو کسانو خپل په مخکنیو غلاوو او اختطافونو هم اقرار وکړ او د محکمې د پریکړي سره سم نن په اعدام ورسېدل.

باید وویل شي چې طالبان د انسان تښتوني په تور ددې تر مخه هم یو شمېر کسان اعدام کړي دي چې له امله یې ویل کیږي په هغو سیمو چې طالبان واکمن وي، د انسان تښتوني پيښي کمي خو د دولت تر واکمني لاندي سیمو او ښارونو کې دغه سي پيښي زیاتي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x