fbpx

د ملا عبدالمنان په مشري د علماوؤ غونډي پر یووالي او اتحاد ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمرمجاهد د ورور «ملا عبدالمنان عمري» په مشرۍ د افغانستان یو شمېر مشهورو علماوو یو ځل بیا په افغانستان کې پر «جهاد» ټینګار کړی او طالبان یې یووالي او اتحاد ته را بللي دي.

نوموړي دا څرګندونې په هغه علمي او تربوي سیمنار کې کړي چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون په نوښت جوړ شوی او تر ۲۵۰ زیاتو دیني علماوو په کې ګډون کړی و.

د طالبانو د ویب پاڼي الاماره په وینا په یاده غونډه کې د علماوو مسؤولیت، د علماوو تر منځ د فقهي مجالسو اهمیت، د جلب او جذب اهمیت، د شریعت له نګاه څخه د امان رعایت او یو لړ نور علمي او تربیوي موضوعات څیړل شوي دي.

د نن ټکی اسیا همکار چې د دې غونډې له ګډونوالو څخه و، وايي چې د طالبانو اړوند اکثره شیخ الحدیثو او علماوو په دغې غونډه کې ګډون کړی وو «او هغه علماء هم په کې شامل وو چې په رسنیو کې یو وخت مخالفین بلل کېدل، خو وروسته یې د طالبانو له مشر سره بیعت وکړ او دغه صف یې له ټوټه کېدو وژغوره».
هغه زیاتوي چې یاده غونډه تر ډېره د طالبانو د داخلي جوړښت او نظم لپاره رابلل شوې وه او په ترڅ کې يې په ځانګړې ډول د طالبانو په صفونو کې د علماوو پر مسؤولیت، د هغوی نظم او ضبط او د هغوی پر یووالي او اتحاد باندې رڼا واچول شوه.
نوموړی وايي چې غونډې ته شيخ مولوي حبيب الله ، مولوي نظر محمد، مولوي عبدالغني ،مولوي ګل حسن، مولوي احمد رباني او یو شمېر نورو مخورو دیني علماوو هم ویناوې وکړې.

د نن ټکی اسیا د همکار د راپور په اساس، په غونډه کې ملا عبدالمنان عمري هم د علم د حصول او علماوو پر کردار او مسؤولیت خبري وکړې او ویې ویل چې علماء د انبیاوو ورثه بلل شوي دي، ځکه یې مسؤولیت هم دروند دی او باید خپل کار ته په سمه توګه متوجه شي.

یا ده دې وي چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد کمیسون چې اوس یې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد ورور «ملا عبدالمنان عمري» مشرتوب په غاړه لري، د ملي اردو سرتیري، پولیس، اربکیان او دولتي منسوبین د دولت له لیکو راجلا کوي او هغوی ته په عادي ژوند کې د خوندیتوب ډاډ او تضمین ورکوي.

د غربي چارواکو او رسنیو په وینا طالبان د افغانستان د خاورې پر دریمه برخه پوره واک لري او په پاتې برخه کې هم اغیز لري.

د طالبانو یاد کمیسون هره میاشت د یوې اعلامې په خپرولو سره د هغو خلکو نوملړ اعلانوي چې د دوی په هڅو د دولت له لیکو جلا شوي وي او دوی ورته «امان» ورکړی وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د