هلمند: طالبانو د لويو جګړو احتمال څرګند کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): طالبانو نن د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره په هلمند ولایت کې د لويي جګړې د احتمال څرګندونه کړې ده او د هلمند ولایت پر اوسیدونکو یې ټینګار کړی دی چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له راتلونکي شل ورځني فرصته ګټه پورته کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې له نن ورځي څخه بیا تر راتلونکو شلو ورځو پوري به د کندهار او هلمند مرکزي ښارونو تر منځ غځېدلې لاره پرانیستلې وي، خو له هغه وروسته به دغه لاره وتړل شي او هیڅ چاته به د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

باید وویل شي چې د کندهار او هلمند د مرکز تر منځ لویه لاره له ډېره وخته تړل شوې وه، چې د قاري یوسف په وینا د «دښمن د کلابندۍ او د هغو هر ډول اکمالاتو د مخنیوی» په خاطر یې دغه کار کړی وو.

نوموړي ویلي چې هغه مهال بیا هم یوه فرعي لاره د ملکي وګړو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه خو لوی موټرونه پر دغه لاره نه شوای تلای ځکه یې د خلکو د مسلسلو غوښتنو پر اساس لویه لار په موقتي ‌‌‌‌‌‌ډول پرانیستلې تر څو عام خلک خپلي اړتیاوي په دغه موده کې پوره کړي.

نوموړي ویلي: «په همدې اساس په لښکرګاه کې ټولو عامو هیوادوالو او دې ښار ته د بل ځای څخه ورتلونکو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې د شلو ورځو په دننه کې خپلې هر ډول اړتیاوې پوره کړي، وروسته چې دا لار بنده شي، ځکه دلته د ډیرو لویو جګړو احتمال شته او بیا به په هيڅ وجه هم یاده لاره چا لپاره خلاصه نشي».

باید وویل شي چې طالبان د ژمي تر راتګ مخکې په جګړو وتوانېدل چې د لښکرګاه په ښار ننوزي او دغه ښار له احتمالي سقوط سره مخ کړي.

بل خوا له تېرو دوو ورځو راهیسي ویل کیږي چې طالبانو په مارجه او سنګین ولسوالیو کې پر دولتي ودانیو بریدونه زیات کړي چې د قاري یوسف په وینا د نن سهار راهیسي يې تر دې مهاله په سنګین کې ۴ پوستو ته سقوط ورکړی او د بازار زیاته برخه ددوی تر ولکې لاندي راغلې ده.

نوموړي دولتي عسکرو ته د درنې مرګ ژوبلي خبر هم ورکړی. بلخوا دولتي چارواکو هم ادعا کړې چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی او درانده تلفات یې ور اړولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د