افغانستان

لوګر: برکي برک کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د لوګر ولایت مسؤولین وايي چې برکي برک ولسوالۍ کې په یو  موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکیو له امله چاودنه شوې چې په نتيجه کې شپږ ملکي وګړي مړه او اتلس ټپيان دي.د برکي ولسوال انجینر رحیم امین وايي چې چاودنه نن څلور بجې شاو خوا  د برکي راجان په بازار کې رامنځته شوې ده. د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکتر ظریف نایب خيل وايي چې د لوګر مرکزي روغتون ته شپږ مړي او ۱۳ ټپيان راوړل شوي دي. د عينې شاهدانو له قوله په وژل شويو کې دوه ښځې اودرې سړي دي. په ټپيانو کې د نارینه په ګډون ښځې او ماشومان هم موجود دي. عيني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره قوي وه، له همدې امله ډېرو کسانو ته مرک ژوبله اوښتې ده. د پيښې مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x