نظــر

د پکتیکا د معارف د وضعیت په اړه څرګند حقایق

لیکوال: دین محمد

پکه ؛دا دې لا بله سپکه

د پکتيکا غريب ولسونه چي له وړاندې لا د دولتي لوړ پوړو کسانو د ناسمو سياستونو له امله له شاته پاتې والي سره مخ وو؛ اوس هم پکې هيڅ تغير ندي راغلی حتی چي پرمختګ يې کړيدی.

څو ورځي وړاندې مو له رسنيو او په خاص ډول د بي بي سي په سهارنۍ خپرونه کي د پخواني خبريال او نني والي الياس وحدت له خولې واوريدل چي په ياد ولايت کي (( ديرش زره نجونې په ښوونځيو کي زده کړې کوې او سږ کال ۵۵ تنه فارغې شوې.!!))

لوستونوکو ته به د رياست معارف د جنابانو د دغو ښکرورو درغو د پوهېدلو په اړه لږ څه وضاحت وړاندې کړو.

درنو لوستونکو!

په پکتيکا کي د پوهنې رياست اړوند د ټول ولايت په سطحه ګڼې ستونزې موجودې دې چې له هغې جملې څخه يوه لويه ستونزه د پوهنې درياست لخوا دروغجن ارقام وړاندې کول دي .

د پکتيکا په بېلو بېلو ولسواليو کي نجونې له ښوونځيو داسي فارغيږي چي اکثريتو يې نه ښوونځی ليدلی نه ورغلې دي؛ دياد ولايت له مرکزي لېسې علي بابا څخه هر کال له ۱۲تر ۱۵ تنو پورې داسي نجونې فارغيږي چې هغوی ته يواځي اسناد د دې ليسې د ادارې لخوا د رياست په غوښتنه جوړيږي ځکه د نجونو لپاره ځانګړې لېسه نشته؛ دا فارغانې هم هغه څوک وې چې يا د ډاکترانو لورانې يا د نورو دولتې کسانو لورانې وې ولسونه پدې نه دي خبر.

پدې فارغيدونکو نجونو کي اکثريتو يې له ۵يا ۶ ټولګي لوړې زده کړې نه دي کړې.

په پکتيکا کي که نجونې زده کړې کوې هم کورنۍ يي تر ۶ ټولګي ورته اجازه ورکوي ځکه چي

اول: ښځينه ښو‍ونکې چې له ۶ ټولګۍ دې لوړې زده کړې کړې وي نشته .

دوهم : د نجونو لپاره هيڅ متوسطه يا لېسه نشته.

هغه نجونې چې اوس يې د فراغت ادعا کيږي دوی ټولو ته د ولايت په بېلا بېلو لېسو کي چې هلکان پکي درس وايي اسناد جوړيږي ؛ د افسوس ځای خو يې داده چې همدغه نجونې بيا د قابيلګۍ لنډ مهاله کورسونه لولې نور نو توکل په خدای!

او په لرې پرتو روغتونونو کې په دندو ګمارل کيږي چې دا نجونې بيا په لرې پرتو سېمو کي دعامو خلکو په اصلاح ((لويه ډاکټره)) بلله کيږي ؛او ګڼ شمېر زنانه دې ډاکټرې ته د تدواي لپاره ورځي ؛ ډاکتر صاحبه هم چاته نه وايي چې زه په هرډول مرض نه پوهيږمهره زنانه چي ورشي ورته حتما دوا ورکوي .

د دې ترڅنګ هغه د نجونو ابتدايه ښوونځي چي شتون لري په هغوی کي هم د زده کوونکو اکثريت نومونه له ځانه ليکل کيږي . زه د نجونو د يوه ابتدايه ښوونځي مثال وړاندي کوم هغه دا چي: په دې ابتدايه ښوونځي کي په ۵ ټولګۍ کي هغه زده کونکې چې درس لوي ۵ نفره دي خو په حاضرۍ کي ۲۲ نفره ليکل شوېدې؛ دغه ۵ نفره زده کوونکې کي هم ټيټو ټولګيو ته په عين وخت کي درس هم ورکوې ، مشت نمونه خروار.

زه نه پوهيږم دا دروغ په کومو الفاظو رد او لوستونکو ته ور ورسوم خو افسوس چې والي د دې په ځای چي حقيقتونه درک کړې هغه هم د رياست معارف د ارقامو په اساس مطبوعاتو ته سره مرکه کوي .

هرڅوک چې زما ليکنې ته د شک په نظر ګورې زه هغو او ټولو اړوند خپلواکو ادارو ته وړانديز کوم چي راځئيو بې طرفه پلاوی وټاکئ چې په پکتيکا ولايت کي د نجونې د ښوونځيو دقيقه پلټن‍ه وکړو او معلومه کړو چي:

څومره ښځينه زده کونکې ؟ په کومو ښوونځيو کې؟ څه وخت ؟ چيري ؟ زده کړه کوې او څوک ورته درس ورکوي؟ .

والي او د پوهنې رياست چارواکي خو ادعا کوې چې په ياد ولايت کي ديرش زره نجونې رسمي زده کړې کوې زه چلنج ورکوم که يې په ټوله پکتيکا کي ۱۵ زره حقيقي زده کونکې پيدا کړې نو بلکل به د دوي ادعا سمه او زمونږ به نا سمه وي !!

زه پدې حالت افسوس کوم چې څرنګه دولتي چارواکي د رسنيو په مرسته د ولسونو په سترګوکي ((خاورې او ايرې )) ور اچوې.

د پاک، حقيقي او عادل معارف په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x