نړۍ

سوريه کې ايرانی جنرال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل):ايرانۍ رسنۍ وايي، چې د انقلاب ساتونکي ځواک جنرال غلام علي قلي زاده په سوريه کې وژل شوی دی.

 فارس نيوز ايرانی خبري اژانس وايي، چې قلي زاده د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک جنرال و او له تېرې اوږدې مودې راهيسې يې په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم په ملاتړ له مخالفينو سره جګړې کولې.

فارس نيوز وايي، چې قلي زاده په ۱۹۸۰-۱۹۸۸ کلونو کې د ايران او عراق په جګړو کې هم برخه اخيستې وه.

د قلي زاده له وژنې سره ۲۰۱۵ راهيسې سوريه کې د ايراني سرتېرو د وژل شوو شمېر ۳۳۳ ته ورسېد.

ايران او روسيه سوريه کې د بشارالاسد رژيم سره ځمکنۍ او هوايي مرستې کوي. ايراني چارواکو منلې، ۲۰۱۱م کال راهيسې، چې سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه او جګړې پيل شوي، ايراني ملېشې، د لبنان حزب الله او همدارنګه له افغانستان او پاکستانه هم د ايران په لمسون د دغو سيمو شيعه‌ګان د سوريې سني مخالفينو پر ضد جګړې کوي او سلګونه ايراني پوځي سلاکاران هم د سوريې جګړه کې شامل دي.

څه موده وړاندې د ايران «د پخوانيو جنګياليو او شهيدانو» د مؤسسې مشر محمد علي شهيدي محلاتي ويلي و، چې سوريه کې د ايران د مداخلې له پيله دغه هېواد کې له سني مخالفينو سره په جګړه کې له زرو زيات ايراني پوځيان او افسران وژل شوي دي.

شهيدي زياتوي، چې دغو جګړو کې د ايراني او حزب الله ملېشو سربېره عراقي او افغاني ملېشو ته پرېمانه زيانونه اوښتي دي.

لويديځو رسنيو ويلي، چې ايراني او افغان شيعه ملايان د شعيه مذهب د ژغورنې او د مياشتې پنځه سوه ډالرو د تمې په بدل کې افغان شيعه ګان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي.

د سوريې مخالفو وسله والو څو ځله د هغو شيعه وسله والو ويډيوګانې خپرې کړي، چې د بشارالاسد په ملاتړ جګړو له سني مخالفينو سره بنديان شوي يا وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x