افغانستان

طالبانو کونړ کې د ځنګلونو په وهلو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د طبیعي ځنګلونو په ناقانونه وهلو بندیز لګولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پیغام کې نوموړي ځنګلونه «ملي سرمایه» بللې او زیاته کړې يې ده چې د یادې ولسوالۍ په شینکوړک سیمه کې د ځنګلونو وهل «د اسلامي امارت د مسئولینو په لارښونه په ټولیز ډول بند شول».

په کونړ کې شاوخوا ۳۳۲۰۰۰ هکټاره ځمکه او غرونه په نښترو او نورو ونو پوښلي دي، چې د ټول افغانستان د ځنګلونو ۷۰٪ جوړوي.

د کونړ ولایت د طبیعي ځنګلونو دغه ملي شتمني له تېرو څو لسیزو راهیسې په ناقانونه توګه وهل کیږي او لرګي يې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاق لیږل کیږي. د ځینو احصائیو له مخې د دغو ځنګلونو ۵۰٪ برخه په ناقانونه توګه وهل شوې.

ویل کیږي چې د ځنګلونو په غیرقانوني وهلو او قاچاق کې دولتي زورواکان او امنیتي چارواکي مستقیم لاس لري. د کونړ پخواني والي شجاع الملک جلاله په ځلونو ویلي و چې د پولیسو قومندانان، د مشرانو او ولسي جرګې غړي او نور سیمه ییز چارواکي د ځنګلونو په وهلو او پاکستان ته د چارتراش لرګیو په قاچاق کې ښکېل دي.

طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د طبیعي زېرمو او معادنو د ساتلو او قانوني استخراج لپاره ځانګړی کمیسون لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی حیرانوونکی او بیا هم حیرانوونکی او بوګنونکی !!!!!!! ملی شتمنی د حکومتی چارواکو له خوا لوټ کیږی او د طالبانو له خوا ساتل کیږی !!!!!!! حکومتی چارواکی د سړکونو چوړولو د باره له امریکایانو او اروپایانو به میلونو او بیلونو ډالر تر لاسه کوی بی کیفیته او هغه بی کفیته هم به نیمایی کی پاتی شی ولی طالبان چه هیڅ اامکانات نه لری او هم د کابل د غلامانو او بادارانو د بمباریو ویره هم ورسره وی چه ستر اخفا وکړی سړکونه خلکو ته جوړوی او داسی نور او نور . که دغه د الله معجزه یا ملایکی نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x