
څرنګه وېب پاڼي له خپل انټرنیټي موقعیت څخه ناخبره ساتلای سئ – انځورونه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د انټرنیټ په نړۍ کې اوسني مشهور ویب کتونکي یا «وېب براوزرز» پر «انټرنیټ باندي ستاسو د ځای او موقعیت» په اړه دقیق معلومات ویب پاڼو ته ورکوي تر څو هغوی وکولای سي چې د انټرنیټي پروګرامونو په واسطه تاسو ته هغه څه پر خپله پاڼه ښکاره کړي چې ډېر درته مناسب دي او تاسو ته هم شاید دلچسپه وي.
د مثال په ډول که تاسو په یوټیوب کې یوه ویډیو وګورئ، او بیا فیسبوک ته ولاړ سئ، نو فیسبوک ته درک لګیږي چې تاسو له یوټیوبه راغلاست او هلته مو څه فعالیت درلود.
د ویب پاڼو ګټه په دې کي وې چې کتونکي ورسره ښه تر ډېره پاته کیږي او د هغه د ذوق سره مناسبي لیکني ورته وړاندي کوي، خو ستونزه دلته ده چې دا په عین وخت کې د لوستونکو یا انټرنیټ کاروونکو په شخصي حریم تیری دی، ځکه خو د بشري حقوقو نړیوالو ټولنو پر ټولو وېب کتوونکو پروګرامونو دا حتمي کړې ده چې په سیټنګ کې داسي یو څه اضافه کړې چې له مخي يې کاروونکو کې کولای شې دغه اختیار لغوه کړي.
که تاسو غواړئ کولای سئ چې په لاندي طریقه سره دغه کار وکړئ:
په کمپيوټر کې کروم براوزر:
رسته لاسته لوړ درې ټکي سر پر سر ښکاري، هغه کلیک کړئ:
اوس Settings اختیار کړئ..
د نوي پاڼي په پای کې وګورئ، لیکل شوي: Show advanced settings همدا کلیک کړئ.
د Privacy تر سرلیک لاندي دغه اختیار خوښ کړئ چې اخیري دی: Do Not Track
په مینیو کې ټولز (Tools) بيا اپشنز (options).
بیا لکه لاندي انځور: لومړی پرایویسي کلیک کړئ، بیا تر لومړني اپشن لاندی (tracking) سره د (manage your do not track settings) باندي کلیک وکړئ او بیا په نوي کړکۍ کې د (Always apply Do Not Track) تر څنګ د اختیار نښان ولګوئ او لاندي اوکې بټن ووهئ.
رسته لاسته په کونج کې درې پر لپسې ټکي شته (…) کلیک باندي وکړئ، بیا په پای کې سیټینګ (setting) اختیار کړئ.
بيا لاندي برخه وګورئ، یو ځای لیکلي : (View advanced settings)، کلیک باندي وکړئ، او بیا تر پرایویسي سرلیک لاندي دغه اختیار غوره کړئ: (send Do Not Track requests).
په دې توګه به یو څه توانیدلي یاست چې خپل خصوصیت مو خوندي کړی وی، خو بیا هم خپل له خوندیتوبه بیغمه کیږئ مه ، ځکه دا یو ډېر ابتدائي غوښتنه ده، خو بیا هم براوزر جوړوونکو دومره پټه کړې ده.
په موبایل کې:
په پورته توګه کولای سئ چې د موبایل په ویب براوزر کې هم خپل د انټرنیټي موقعیت معلومولو اپشن پر پاڼو بند کړئ، د مثال په ډول په کروم کې سیټنګ ته ورسئ، بیا پرایویسي اپشن پيدا کړئ، او بیا (Do Not Track) اپشن فعاله کړئ.
د ڼن ټکی اسیا خوږو او درنو ورونو الله ج دی اجرونه درکړی، زه ستاسی له ټولو او په ځانګړی ډول د پورته معلومات ډیره ستاینه کوم ، دغه ډول معلوماتونه ډیر لکه زما په شان خلکو د پاره ډیر کیدی شی کټور وی ، که دی ته ورته نور معلومات هم درته راتلونکو کی په لاس درشی خپاره یی کړی که ګټه ونه لری تاوان هم نه لری او که ګټه ولری ډیر موثریت لری مننه