څېړنه: د لمسیانو سره وخت تېروونکي نیکونه ډېر ژوند کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د جرمني په پلازمینه برلین کې یوې څیړني ښودلې چې هغه نیکونه تر نورو ډېر ژوندي پاته کیږي چې له خپلو لمسیانو سره ګډ وخت تېروي، له هغوی سره د ژوند په چارو کې مرسته کوي او یا هم د ټولنې په ښه ورځي.

په څیړنه کې ویل شوي چې د لمسیانو روزنې ته خپل ټول وخت ورکول ښايي مضر پریوځي، خو وخت نا وخت د هغوی پوښتنه کول او په تربیه کې یې ونډه اخیستل د نیکونو لپاره ګټور تمامیږي.

په سویزرلنډ کې یوې مشرې څیړونکې «سونیا هیلبرانډ» چې په علم النفس (ارواپوهنه) کې دکتورا هم کوي، په دې اړه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له لمسیانو سره بشپړې اړیکي پرې کول د نیکونو پر روغتیا منفي تاثیر لري.

دغه څیړنه د ۱۹۹۰ – ۲۰۰۹ کلونو ترمینځ موده کې پر ۵۰۰ هغو کسانو ترسره شوې چې عمرونه یې تر ۷۰ زیات وه، له یادو کسانو سره به وخت په وخت مرکې کېدلې او روغتیايي وضعیت به یې تر څیړنې لاندې نیول کیده.

په څیړنه کې هغه نیکونه نه دي شامل شوي چې د خپلو لمسیانو ټوله تربیه ورپاته وه، بلکې یوازې په هغو نیکونو ترسره شوې چې د لمسیانو د پلرونو تر څنګ یې د هغوی په تربیه کې ونډه اخیسته.

د شل کلنې څېړنې په اوږدو کې ثابته شوې چې هغه نیکونه چې د لمسیانو تربیې ته یې وخت ورکاوه او یا په ټولنه کې د بل چا په ښه ورتلل، عمرونه یې د نورو په پرتله ۲۰٪ زیات وو، بلکې هغه نیکونه چې له هیچا سره یې مرسته نه کوله تر نیمايي زیات یې د څیړنې په لومړیو پنځو کلونو کې له دنیا څخه رخصت شول.

د هسپانیې په برشلونه ښار کې د پوهنتون استاد «برونو اربینو» رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له نورو سره کومک کول زیات عمر لرونکو کسانو ته په ژوند کې یو هدف ورکوي، دوی ته داسي شعور ورکوي چې اوس هم د نورو او ټولني په ښه ورځي.

نوموړی زیاتوي چې له نورو سره مرستندوی کسان په بدني، عقلي او روحي توګه فعال پاته کیږي، چې همدا یې د عقلي او جسدي ځواک د پیاوړتیا سبب ګرځي او تر نورو صحتمند او اوږد ژوند تېروي.

باید وویل شي چې څوارلس سوه کاله مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ رِزْقُهُ أَوْ يُنْسَأَ لَهُ فِى أَثَرِهِ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ». رواه البخاري ومسلم». ژباړه: که څوک خوښوي چې رزق یې پراخ شي، او عمر یې اوږد شي، نو صله رحمي دي وکړي، یعنې د خپلو قریبانو سره دې اړیکي ژوندۍ وساتي.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «لاَ يَرُدُّ القَضَاءَ إِلاَّ الدُّعَاءُ ، وَلاَ يَزِيدُ فِي العُمْرِ إِلاَّ البِرُّ» رواه الترمذي. ژباړه: قضا او قدر بې له دعا هیڅ شی نه شي ردولای، او عمر بې له صله رحمي هیڅ شی نه شي اوږدولای.

د همدې څیړني او احادیثو په رڼا کې دا جوتیږي چې عمر زیاتېدای شي، که چیري یې اسباب په نظر کې ونیول شي چې یو مهم سبب یې خپلوي پالنه ده، له دې سره خپلوي پالنه د ټولني د اصلاح تر ټولو اغېزمنه لاره هم ده.

پلرونو، نیکونو او نیاګانو لپاره تر ټولو لویه صله رحمي د خپلو اولادونو او لمسیانو تربیې ته پاملرنه ده او همداسې تر ټولو لویه صله رحمي د خپل مور او پلار د صحت، عادت، عزت او عظمت ته پاملرنه کول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د