کابلوف: په افغانستان کې امریکايي پوځي اډې نه شو زغملی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې امریکا ته د نهو لویو اډو ترڅنګ دا حق ورکړل شوی چې د افغانستان په مختلفو برخو کې کوچنۍ اډې ولري.

نوموړي ویلي چې په دغو نهو اډو کې امریکایان چې هر وخت وغواړي کولای شې تر سل زره زیات امریکايي پوځونه ځای پر ځای کړي چې له امله یې د روسیې په شمول ګاونډي هیوادونه په تشویش کې دي.

کابلوف دغه خبري د ترکیې خبري اژانس «اناتولیه» سره په یوې اوږده مرکه کې کړي دي.

د سرنوشت ورځپاڼې لخوا د مرکې په پښتو ژباړه کې د نوموړي په حواله ویل شوي: «په لومړیو کې امریکایانو کوښښ کاوه، چې پر حامد کرزي اډې ومني، خو وروسته یې له نوې ادارې سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې ۹ امریکايي اډو ته اجازه ور کوي. په ترکیه کې امریکا یوازې یوه اډه لري، ایا په افغانستان کې دوی دا حق لري، چې د لسو وړو اډو ترڅنګ ۹ پوځي اډې ولري؟».

ضمیر کابلوف دا «ډېره احمقانه بهانه» ګڼلې ده چې امریکا د افغان پوځ د روزنې او مشورو لپاره دې اډو ته اړتیا لري. هغه ویلي چې روسیه دومره احمقه نه ده چې په افغانستان کې د امریکا په اهدافو پوهه نه شي او په وینا یې روسیه به کله هم دغه اډې ونه شي زغملی. ضمیر کابلوف ویلي:

«مونږ اندېښمن یو، هر څوک له داسي حالته اندېښمن کیدای شي، افغانستان چیری دی او امریکا چېري ده؟ که مونږ همدا کار په مکسیکو کې وکړو، ایا دا به امریکا ته د منلو وي؟ مونږ همداسې په کیوبا کې وکړ، تاسو ته ښه اندازه لګیږي چې هلته څه وشوه، فکر کوم نور دا چلونه زاړه شوي دي».

نوموړي ویلي چې په ایران کې د اسلامي انقلاب نه وروسته امریکا په سیمه کې تر ټولو لویه اډه له لاسه ورکړه کومې چې د اسیا د پراخو سیمو د نظارت وړتیا درلوده نو امریکا اړه شوه چې په سیمه کې یو بل هیواد ځانته پيدا کړي چې پر روسیه، چین، ایران، پاکستان او سیمه ایز هیوادونو کنټرول ولري.

کابلوف زیاته کړې چې امریکا د پاکستان پر ایټمي وسلو هم نظر لري، ځکه چې هغه یو اسلامي ایټمي ځواک بولي او د نورو اهدافو تر څنګ غواړي چې دغه هدف هم له افغانستانه تعقیب کړي.

د ضمیر کابلوف په وینا، کومي اډې چې اوس امریکا په افغانستان کې جوړي کړي، د درې او څلورو اونیو په موده کې په کې په اسانۍ سره سل زره پوځیان ځای پر ځای کیدی شي خو د امریکا داسې کړني ته به د امنیتي تړون په رڼا کې اشغال نه ویل کیږي.

کابلوف د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکايي ادارې څخه غوښتي چې په افغانستان کې نوې پالیسي غوره کړي او د سیمه ایزو هیوادونو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د طالبانو په اړه ضمیر کابلوف ویلي چې دوی په لومړیو کلونو کې ډېر سخت دریځه وو او غوښتل یې چې نورو هیوادونو ته هم خپل فعالیت وغځوي او هلته اسلامي خلافت قایم کړي، خو اوس د افغانستان د اشغال د خاتمې لپاره جنګیږي او غواړي چې یوازي په خپل هیواد کې اسلامي قانون نافذ کړي.

نوموړي ویلي چې روسان د امریکایانو په څېر په افغانستان کې د سولې طرحې نه ترتیبوي بلکې په افغانانو باندې ټینګار کوي چې په خپلو مینځونو کې یو له بل سره سوله وکړي.

نوموړي ویلي که چیرې په راتلونکو دوه لسیزو کې افغانستان قوي اقتصاد، قوي اداره او پوځ ونه لري، نو افغانستان به په مختلفو برخو وویشل شي. خو زیاته کړې یې ده چې روسیه دا کار نه غواړي، ځکه چې دا به په سیمه کې د روسیې او ګاونډيو هیوادونو د ګټو په تاوان وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله الخراسانی
میلمه
محمد عبدالله الخراسانی

غم مکوه تر شلو کلونو نه به ته پاته یی او نه به دی دا بل اندیوال
دواړه به داسی شی چی تیر درنه هیر شی انشاالله

محمد عبدالله الخراسانی
میلمه
محمد عبدالله الخراسانی

https://www.youtube.com/watch?v=Xp6vL7OD310
د کوم انتخابات چی ۱۶ کاله د مخه فیصله شوی وی نو اوس په دړامه بازیو روس-امریکا یو پر بل اچوی چی تر څو عوام وغولوی دواړه د یو غوجل خره دی ددجال بندګان دی دنیا کی نه انتخابات شته او نه خلک دانتخابولو حق دلته تول کار ددجال او ورسره تړلی ګروپونه دی هغه وخت راغلی دی چی دکوم وعده شوی وو خو ددجال ددجل له لاسه دمسلمانانو مغزونه دحقیقت له درکولو څخه مینځل شوی او زړونه یی له ایمان څخه بس په نوم مسلمانی پاتی ده

اقباال
میلمه
اقباال

محمد عبدالله صاحب سلامونه می ومنه ! د ( الخراسانی ) نوم می ځکه ونه لیکلو چه تاسی په کومه تبصره کی د الخراسانی د نه لیکلو یادونه کړی وه. هو زه تاسی سره په دی اړه سل په سلو کی موافقه لرم، ټاکنی د دجالی فتنی یوه شیطانی لومه ده په واسطه یی خپل ایزمی غلامان د ډالرو په واسطه قدرت ته رسوی، امریکا کی د ( ګور او بوش ) یا د ( هیلری کلینتن او ډونالډ ټرمپ ) ترمنځ قلابی ټاکنی یی ښه مثالونه دی. نه جمهور ریسان ، بلکه ټول همجنس بازان، مافیه وی وکیلان، قاضیان،… نور لوستل »

wali khan
میلمه
wali khan

روس په افغانستان حمله وکړه امریکا وسلی او پیسی ورکړی روس یی مات کړ اوس امریکا حمله کړی روس پیسی او وسلی ورکوی چی امریکا مات کړی. بس مونګ ټول جنتیات، پرونی مجا هدین ننی متجا وزین دی. صبا به ننی ……… بس الله دی رحم وکړی. الله دی زمونګ سر خلاص کړی چی کله به مونګ پو شو

افغان
میلمه
افغان

ولیخان صاحب ! اوس خلک بارک بین او ذره بین شوی چه دغه یوه جمله ولیکی ، سړی یی تر ډیری کچی مطلب پوهیږی لکه تاسی چه خبله تبصره کی لیکلی چه پرون امریکایانو روسان ویستل او نن روسان امریکایان باسی ، یعنی هم پرونی چهاد او هم نننی چهاد نفی کوی؟ هو ، مسلمانان کله د نفس مقابل جهاد کی ماتیږی ، یعنی پلورل کیږی لکه پرون چه یی رهبران د ډالرو په مقابل کی سپیڅلی روژه د ډالرو په ناولتیا ماته کړه ، مګر دا د دی معنی نه لری چه هغه روژه ماتول به عمومی قاعده یا… نور لوستل »