ټولنیزه برخه

دنـوي کال پــیل دخــداي پــه لار

دیوه کال په اختتام دبل کال پیل انسان ته دفکر دعوت ورکوي چي څه يي له لاسه ورکړه اوڅه يي لاسته راوړه ؟دانسان د وجود مقصد عبادت ده ،ترڅوله شعور څخه نیولي تر مرګه پوري هغه عبادت ګزاره اووسي ،څوک د یو الله تعالي عبادت کوي اوڅوک دخپلو نفساني خواهشاتوعبادت کوي ،بعضي انسانان دخپل نس عبادت کوي ناست وي (نعوذ بالله)، او ځینودولت شهرت اوخپل روزګارڅخه اعلي تصؤرجوړ کړی ،اوډیر داسي خلک دي کومو چي دخپل قوم ،رنګ،نسل،علاقي،اود ژبي والو خلکوبندګې غوره کړي ده .

دانسانانوپه قبیله کې یوه طبقه داسي هم ده کوم چي داقتدار د بُت بندګي کوي ،ددې په مقابل کې که ددین ایمان خرڅول یا د وطن ،ملت اوقوم سوداکول وي هم ورته تیار ده او په هر قیمت چي وي داقتدار دبُت خفګان نه غواړي .

پس که چیري یو څوک خپل د یوکال سرمایه په داسي عبادت کي ولګوي چي له هغه نه پوره نفع حاصله کړي نو هغه کامیابه ده ،اود کوم چا عبادت چي هغه له نقصان سره وصل کړ د هغه کال دهغهٔ زده کونکي په څیر ضائع شو کوم چي یو ځل بیا په هم هغه صنف کي معطل شي ، دکامیابۍ بې شماره پیمانې له همیشه نه دبني ادم په قبیله کي پاته شوي دي اونن هم شته ،چي اسلامي تعلیماتو په دوه حصوباندي تقســــــــیم کړي دي ،چي ددنیـــا اود اخرت له کامیابیو څخه عبارت دي .

هر هغه څوک چي دنبي (ص) په طریقه اودهغه مبارک په تعلماتو نوی کال پیل اوختم کړي هغه به ان شاءالله داخرت دکامیابي په طرف ګامزن شي ، څومره ښه خبره ده کوم انسان چي دالله (ج) په طرف په زور کشول کیږي که هغه انسان پخپله خوښه دالله (ج) په طرف ګام واخلي اوله ټولو درواغجنو عبادتونو سره الوداع وکړي اوپه خپل ژوند کې دځان لپاره یو ریښتونی عبادت غوره کړي ؟زموږ دښمن موږ له نقصاناتو څخه بي خبرساتي اوهغه موږ فتح کول غواړي ،دنن ورځي استعماربه خپلو غلامانو ته خپل کمال پرینږدي ، مګربرعکس به خپل فرهنګ دهغو په وینه کي دوایروس په شکل پریږدي ،چي په راتلونکي کي به هم دغلام زوي غلام وي ، په نقصان باندي خوشحالي کول ،اوپه لهولعب مستیوکې شپې سبا کول کومه عقلمندي اوهوښیاري نده ،هرنقصان انسان ته دفکر دعوت ورکوي اودفکرلمحي دخپل جوش اوخروش له وجي نظرانداز کول دجهالت علامه ده .

مرګ هر وخت د انسان دسترګو په وړاندي ده ،دمســجد نه دراوتلو په وخت نبي (ص) دحضرت علي (رض) څخه پوښــتنه وکړه ،د څومره ژوندي پاته کیدو توقع لرې ؟؟حضرت علي (رض) وفرمایل ، یو پیزار مي په پښو کړ د بل خبرنلرم چي ژوندی به پاته شم که نه؟ حضور(ص) وفرمایل ، تاخو ډیره اوږده سوچ کړې ، اوبیا يي ارشاد وفرمايه .ماته خو د سترګو د رپ برابرامید هم نشــته چي ایا دومره مهلت به راته ملاو شي اوکه نه ؟

همدارنګه د یوه فرد په حیثیت زموږکال باید پدې سوچ اوفکر تیر شي چي ګواکي دسفرسامان هر وخت تیار ده اومسافر پښه په رکاب ده، لیکن دخپلي عقیدې ،وطن اوخلکو،اودراتلونکي نسل لپاره باید دیوې داسي قربانۍ جذبه وي چي تر پیړیو پوري يي تاریخ په زرینو کرښولیکلی وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close