نعتيه غزل/ نظام کندهاری

نظام کندهاری

شمس او قمر يې د رخسار مشال ته نه رسيږي
حسنِ يوسف د حسندار جمال ته نه رسيږي

له شوقه ماته شوه پر ملا په نڅا راغله سپوږمۍ
په هر اِعجاز کې يې اغيار مثال ته نه رسيږي
سينه په درد سترګي په اوښکو چې تڼاکي نشي
څوک خو په مفته د دلدار وصال ته نه رسيږي
نسيم که څومره هم راوړي عطروريني وږمې
د يار د زلفو د يو تار شمال ته نه رسيږي
په هر کلام کې يې شفا شته د بيمارو زړونو
څوک يې هيڅکله د ګفتار کمال ته نه رسيږي
د جدايۍ په اور به خود زړګی کباب ګرځوي
چې د آشنا د مخ ديدار بلال ته نه رسيږي
څوک چې يې تللي پر مسير وي دي کامياب نظامه
روان پر دې سپېڅلې لار زوال ته نه رسيږي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د