ميرګى يا Epilepsy څه ته وايي او څه ډول ناروغى ده؟

 مطيع الله شنيزى

د عصابو د فعاليت ګډوډيدل په ناڅاپى توګه يا د خپل حس د لاسه ورکول په غير منظمو بريښنايى فعاليتونو د مغز کى د ميرګى په نامه ياديژى، چى په توله نړى کى 56 ميليون خلک په د ناروغى اخته دى.

دا ناروغى چى اصلى سرچينه يى مغز ده او د انسان مغز د بدن تر ټولو پيچلى ،احساس او مهم غړى دى، چى د بدن 30 فيصده انرژى لګوى چى دا انرژى له ګلوکوز يا د وينى له قندى موادو چخه جذبوى.

او مغز هم لکه د نورو غړو په شان د بدن له مختلفو ناروغيو سره مخ کيژى چى يوه يى هم د عصبى حملى يا ميرکى په نامه ياديژې .

د ميرګى نښى نښانى په مريض کى؟

بى حسه کيدل، د غړو کوژوالى، شخوالى، د ناروغ له خولى د لاړو بهيدل يا استفراغ کول.
ناروغ ته د ميرکى په حالت کى سه پيښيژى؟

په د حالت کى ناروغ تيزه روشنايى وينى يا عجيب غژونه اورى او يا هم بى معنى خبرى له خولى راوزى، او يا د مختلفو بويونو حس کوى.

په لمړى حالت کى ناروغ په ځمکه غورځى او عضلى يى شخيژى، او کله ناکله يى له خولى ځګ راوځى، چى وروسته کيداى شى استفراغ وکرى او د ناروغى تر بريد وروسته د ځان او سر شديد درد ورته پيداکيژى .

ځنى خلک دا ناروغى ارثى ګنى خو ډاکتران وايى ددى ناروغى 50 فيصده سببونه نه د پيداشوى.
په 50 فيصده نوروکى په سر ضربه خوړل، په ماشومانو کى شديده تبه، او مغزى خونريزى .

ناروغ بايد څه وکرى ؟

ناروغ بايد د حملى په حالت کى ځان له اور او اوبو چخه لرى وساتى، ناروغ د حملى په حالت کى بايد هوادار ځاى ته انتقال شى، مخ يى بايد ښى طرف ته واړول شى، له ښه او بد بوى چخه بايد لرى وساتل شى، او ارومرو بايد ډاکتر ته وليژدول شي.

ايا دا ناروغى علاج له او که نه؟

دا ناروغى مختلف اړخونه لرى چى 50 فيصده سببونه يى پيژندل شوى چى ځنى يى د عمليات په واسطه مريض شفا مومى او ځنى يى د دوا په واسطه کنتروليژى خو په اصل کى کومه خاصه درملنه نه لرى.

او ددى تر څنګ کوالى شو چى خپل ځان له دغى ناروغى چخه خوندى وساتو که چيرى خپل ځان د سر له ضربى ، شديدى طبى او هغه مغزى ناروغى چى د عمليات وړ وى ترسره کړو تر ډيره بريده کولاى شو چى د د ناروغى مخنويوى يا مخه ونيسو.

که چيرى کوم ناروغ د ميرګى نښى ولرى په جان کى نو بايد ژر تر ژره د EEG ,CT SCAN يا MRI امتحانونه وکرى تر څو له د غى ناروغى چخه تشخيص او درملنه وشى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د