نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال!(۲۸مه برخه)

د پنځلسو، شپاړسو کلونو په عمر ښکارېدو، ږیره او بریت یې لا نه و را ټوکېدلي، پورتنۍ شونډه یې هسې ډېره معمولي یو څه توره غوندې برېښېده، لوړې پزې، لویو لویو له حیا ډکو سترګو، موسکۍ او باادبه څېرې به یې په لومړي ځل د هر چا توجه ځان ته جلبوله! خوش طبعه او خدمتګار طالب و، د مشرانو، مولوي صایبانو او قاري صایبانو به یې ډېر زیات خدمت کولو، په ځانګړي ډول زما او د یو بل مولوي صیب د خدمت لپاره خو یې بالکل ځان وقف کړی و، مونږ به که هر څو ورته ویل چې ځان مه تکلیفوه، دی نه دریدو، آخر مونږ هم څه نه ورته ویل، ځکه ده زمونږ خدمت د ثواب په نیت کولو، مونږ هم په ظاهر خو مو ډېر څه نه ورته ویل، خو زوړونو ډېرې دعاګانې ورته کولې! او اوس یې هم دعاګوی یو، الله جل جلاله دې خپل ځانګړي فضل پرې وکړي، چې زر تر زره د ظالمانو او وحشیانو له منګولو څخه راخلاص شي.

د خپلو نیولو او زنداني کېدلو کیسه یې داسې کوله: ما په کمپنۍ کې په یوه جومات کې له یو مولوي صیب سره درس ویلو، په همدې جومات کې ور سره دیره وم، نور ملګري هم را سره وو، له مونږ سره یو طالب و، زمونږ ملګری و، هغه به ډېر وخت په درس کې نه و، کله کله به راغی، یوه ورځ راغی، ما ته یې ویل ځه چې هسې بهر ته د چکر لپاره ووزو، زه هم ور سره روان شوم، د جومات سره لنډه کوڅه وه، په دې کې روان شوو، بازار ته ورسېدو، هلته چې لاړو له هغې خوا یې راته ویل ځه چې بېرته وګرځو، ما ویل سمه ده، بېرته را وګرځېدو، له ما یې یو څو روپۍ پور اخیستی و، هغه یې راکړې، نور بېرته راغلو جومات ته، په دې لاره کې یوه وړه غرفه وه، په دې غرفه کې یو څو کسان ناست وو، پولیس هم پکې وو، مونږ ته یې ډېر کتل.

بله ورځ مې کتل جومات ته د امنیت کسان راغلل، مونږ په درس لګیا وو، مولوي صیب نه و، یو کس ما ته راغی، وايي ستا نوم څه دی، ما مې نوم ور وښود، وايي له تا سره مو لږ کار دی! ما ویل څه کار مو دی؟ وايي ته لږ مونږ سره بهر ته ووزه، هلته به خبره سره وکړو، ما ویل زه بهر ته نه وزم، وايي مونږ د امنیت خلک یو، ته له مونږ سره امنیت ته لاړ شه، بېرته به بیا راشې، ما ویل زه نه ځم، مونږ ته مولوي صیب اجازه نه راکوي چې له جومات نه بهر، او بیا له امنیت سره چېرته لاړ شو، دوی ویل چې مونږ له مولوي صیب سره خبره کړې ده، هغه څه نه وايي، ما ویل زه نه ځم!

ما مولوي صیب ته زنګ ووهلو، وايي زه په روغتون کې له مور سره مې یم، ما کیسه ورته وکړه چې داسې کسان راغلي، ما ته وايي چې امنیت ته ور سره لاړ شم؟ ده راته ویل: ور سره لاړ شه، څه خبره نه ده، هسې یو څو پوښتنې در څخه کوي، نور به بېرته راشي! ما ته غوسه راغله، ماویل مولوي صیب ته زمونږ په سر څه لوبې کوې؟ مونږ دلته درس ته راغلي یو، او ته اوس وايې چې د امنیت له دې خلکو سره لاړ شم! داسې نه کېږي، ته راشه، ده ویل زه دلته په روغتون کې له مور سره مې یم، زه نه شم درتلی، ته ور سره لاړ شه، څه خبره نه ده!

دامنیت کسانو راته ویل چې دا دي مولوي صیب هم درته وویل، ځه را سره لاړ شه، ما ویل نه ځم، بس په همدې کې را باندې را ټول شول، په زور یې له جومات نه را وایستم، لاسونه یې راباندې وتړل، نور یې په موټر کې واچولم، یو دوه نور ملګري یې هم را سره ونیول، د کابل د تحقیقاتو ریاست ته یې راوستو، هلته یې تحقیقات را نه پیل کړل ، چې ته خو فدايي یې، تا په استاد سیاف د فدایي حملې تصمیم درلود، ما چې هر څو قسمونه ورته خوړل چې زه خپل درس وایم، له هغه مولوي صیب نه پوښتنه وکړئ، په دې کارونو کې زه هېڅ لاس نه لرم. دوی نه منله. آخر یې پر ځمکه پړمخې واچولم، یوه چوکۍ یې راوړه، زما پښې یې د چوکۍ له شا سره جګې کلکې وتړلې، او نور يې زما پښو ته پیپونه بند کړل، په دولسو کسانو یې ووهلم، یو به چې ستړی شو، بل به راغی، هغه به چې ستړی شو، بل به راغی!

د نوموړي نېږدې دوه میاشتې کېدې، خو په پښو یې اوس هم د وهلو نښې نښانې له ورایه ښکارېدې، پښو یې پوټکي اچول! غریب سره له دې چې له عمر نه ډېر کم وو خو ظالمانو سخت وهلی و. ده به ویل چې له دومره وهلو وروسته ما یوازې دومره ورته ویلي چې زه تېر کال یو ځل د خپل کلي له طالبانو سره د شپې عملیاتو ته لاړم، هلته په سرک د امریکایانو ټانګونه راتلل، یوازې یو ډز مې کړی او بس! له هغه وروسته مې خپل درسونه شروع کړي، نه له طالبانو سره کار لرم، او نه مې عملیات کړي.

دنوموړي ډېر لوی آرمان درسونه وو، هر وخت به یې ویل چې درسونه مې پاتې شول، ما مخکې په پاکستان کې درسونه ویل، سږ کال دلته راغلم، ما ویل راځه په خپل وطن کې به درس ووایم، کور ته به هم وخت پر وخت ځم، او بل خپل وطن دی! څه خبر وم چې داسې پېښه به را سره کېږي! زمونږ په سیمه کې سږ کال یو مولوي صیب ترجمه کوله، تېر کال یې هم وکړه، ډېره ښه ترجمه کوي، زما سږ کال نیت و چې زه به هم ګډون پکې کوم، هغه دا دي دلته راغلم!

مونږ ویل خیر دی، خلاص به شې، ته خو هېڅ چورت مه وهه، عمر دې کم دی، غم زمونږ دی، چې نیم عمر مو تېر شوی، بل ستا بخت په دې هم ښه دی، چې تر اوسه نه واده لرې او نه اولاد، یوازې سر یې، چېرته دې چې ښه، هلته دې شپه! ده بل وخندل، وايي هو! داسې خو ده، الله دې ټول زر خلاص کړي.

یو دی و، یو بل د ده په منګ، که به له ده لږ مشر و، هغوی دواړو ما ته ویل، چې مونږ ته دلته درس شروع کړه، ماویل کتابونه نشته، هغه بل ځوان ویل، دلته کتابتون شته، او ددې محبس یو مشر زما د پلار انډیوال دی، هغه ورځې یې بهر ولیدم، ډېره ښه وضعه یې را سره وکړه، او راته ویل یې چې هر خدمت و، ما ته وایه ، زه به هغه ته ووایم چې یو څو کتابونه راکړي، دلته به یې له تا نه شروع کړو، ما ویل سمه ده، هغه بیا لاړو، یوه یې اصول شاشي راوړې وه، یو ریاض صالحین و، یو مراح الارواح و، ریاض صالحین مو په ګډه په ټول اطاق کې شروع کړ، د ماښام له مانځه وروسته به مو یو څو احادیث وویل، او دوی دواړو په جلا ډول هم شروع کړ، اصول شاشي او مراح الارواح یې هم شروع کړه، درسونه ډېر ښه روان وو، دوی هم خوشحاله وو، او زما هم ډېر فکر جوړ وو.

یوه ورځ د پایوازۍ ورځ وه، نوموړي ځوان یې وغوښت، ورغی، کله چې راغی ډېر زیات اندېښمن ښکارېدو، ملګرو پوښتنه ترې وکړه چې خیرت و؟ ده ویل هو، استاذ مې راغلی و! وروسته بل ملګري راته وویل چې استاذ یې امنیت نیولی! ما ویل ولې؟ وايي ورته ویلي یې دي چې ته ولې ددې طالب پایوازۍ ته راغلی یې؟

بیا ما پوښتنه ترې وکړه چې څه کيسه ده، ده ویل چې زما یو استاذ و، هغه خبر شوی و چې زه بندي شوی یم، اوس زما پایوازۍ ته راغلی و، له ځان سره یې زردالو او ځينې نورې مېوې هم راته راوړې وې، زه چې ورغلم، دوی هلته کینولی و، ما ته یې ویل چې دا ولې در ته راغلی؟ ما ویل استاذ مې دی، نور یې دی بل ځای ته بوتلو، نه پوهېږم چې اوس به یې چېرته بیولی وي؟ او څه حال به یې وي؟ زما فکر په دې خراب شو، چې زما استاذ ته زما له وجې مشکل جوړ شو! که زه داسې خبر وای، حال به مې ور کړی وای چې نه راته راتلی! زه چې د دوی له اطاق نه راوتلم، دوی راته ویل چې دا مېوې خو تا ته نه در کوو؛ ځکه دمحبس قانون دی، چې دبندي لپاره له بهر نه د هېڅ خوراک راوړلو اجازه نشته، که چا څه راوړل، یا به یې بېرته ور سره وړي، او یا به یې همدلته پرېږدي، مقصد بندي ته نه ور کول کېږي! ما ورته ویل چې تاسو یې وخورئ، پرې ماړه شئ! زما نه دي په کار!

سبا ته وو، که بله ورځ یې بیا یو باشي ته ویلي وو، چې که ته معلومات راته وکړي چې هغه استاذ مې څه شو؟ خوشی یې کړ، که یې بندي کړ؟ هغه حال ورته راوړ چې هغه یې په همغه ورځ خوشې کړی و، ددې خبرې له اورېدو سره دی ډېر خوشحاله شو!
د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ به ځینو ملګرو روژه نیوله، مونږ په پشینمي لګیا وو، نور نو د سهار آذان کېدو، چې یو باشي راغی، زما نوم یې واخیست، وايي ځان دې تیار کړه، چېرته ځې! که ګورو پلچرخي ته یې بندیان بیول، زه له دې وجې خوشحاله شوم چې پلچرخي ته لاړ شم، ځکه چې هلته نسبت نورو زندانونو ته ډېره آزادي وه، خو په دې ټکي چې خبره لکه چې اوږده شوه، یو څه فکر مې خراب شو، د اطاق د ملګرو خصوصا ددغه دوو طالبانو ډېر زیات فکر خراب شو، دوی ویل مونږ څه ښه درسونه شروع کړي وو! ا

وس به ته لاړ شې! زمونږ درسونه به پاتې شي، ما ویل خیر دی بل څوک به پیدا شي.

څه وخت مخکې خبر شوم چې هغه مولوي صیب چې نجیب الله به زما او دهغه ډېر خدمت کولو هغه هم له زندان څخه راخلاص شوی، ډېر خوښ شوم، خبرې مې ور سره وکړې، د نجیب الله پوښتنه مې ترې وکړه چې څنګه شو؟ محکمه یې وشوه؟ ده ویل هو محکمه یې وشوه، اګر چې پلار یې کوشش کولو چې د کم عمرۍ له وجې معاف شي، خو کله یې چې طب عدلي ته بیولی و، هغو ویلي و چې دا ځوان اتلس کلن دی، ځکه خو معاف نه شو، بیا یې محکمه وشوه، لومړۍ محکمې اتلس کاله قید ور کړ! زه حیران شوم، چې دې غریب ته یې اتلس کاله قید ور کړ! هغه خو ویل چې زما په دوسیه کې هېڅ نشته! نو دا ولې؟ ده ویل چې زه هم نه پوهېږم!

زما ډېر فکر ورته خراب شو، ما ویل دا ځوان چې اوس اتلس کاله په زندان کې تېر کړي، اتلس خواوس دی، نو تقریبا څلويښت کلن به له زندان څخه راوزي، په هغه وخت کې به دی څه کوي؟ عمر به یې ټول په زندان کې تېر شي! … نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x