ناټو به تر څو افغان پوځیان جګړې ته هڅوي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارلیس کليولينډ له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تیر ۲۰۱۶ م کال د افغان ځواکونو لپاره د جګړې له مخې یو سخت کال و، ځکه طالبانو د دولتي ځواکونو په خلاف سخت بریدونه وکړل خو دولتي ځواکونو د هغوی په مقابل کې ټینګ مقاومت وکړ.

ښاغلي کليولينډ په خپلو څرګندونو کې اعتراف وکړ چې طالبان د افغانستان په لس سلنه کنټرول لري او په ۲۵ سلنه کې یې سختې جګړې دوام لري، خو د ده په خبره بیا هم دولتي ځواکونه فعال او وسله والو طالبانو ونه کړای شول له دولتي ځواکونو څخه د کوم ولایت مرکز ونیسي.

جنرال کیلولینډ وايي چې په تیر ۲۰۱۶ کال کې افغان دفاعي ځواکونه ځکه د طالبانو په مقابل کې بریالي وو چې هغوی د پنټاګون له لوري په ای ۲۹ ډوله جنګي الوتکو، ايم ډي ۵۳۰ پوځي چورلکو او ډي ۳۰ ډوله توپونو باندې تازه مجهز شوي وو.

جنرال کلیولینډ په داسې حال کې د جګړې په ساحه کې د افغان ځواکونو د لاسته راوړنو ادعاء کوي چې تر بل هروخت زیات افغان ځواکونه له ماتې سره مخ دي؛ ځکه د تیر ۲۰۱۶ کال په جریان کې چې د هیواد د جنوب لویدیځې حوزې په تیره د روزګان او هلمند په جګړو کې یادو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله اوښتې یواځې د هغو سیمو اوسیدونکو ته يي معلومات شته.

پر هغه سربیره په لسګونو ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې او د ډیرو ولایتونو مرکزونه د هغوی تر محاصرې لاندې دي، د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې په زرګونو امنیتي سرتیري مړه ، ژوبل او د طالبانو په لاس اسیران شوي چې د هماغو اسیر شویو له جملې څخه یې په لسګونو کسان خپله د امریکايي ځواکونو په بمباري کې وژل شوي.

خو جنرال کلیولینډ پر دغو ټولو واقعیتونو په سترګو پټولو سره په تیر ۲۰۱۶ کال کې د داخلي ځواکونو د بریالیتوب ادعاء کوي او په روان ۲۰۱۷ کال کې هغوی تر دې هم د سختو جګړو لپاره هڅوي.

که په روان کال کې امریکایان نورهم افغان ځواکونو ته همدومره پوځي تسلیحات ورکړي، او ناټو یې همداسې مالي تمویل په غاړه واخلي نو هغوی به بیا هم یواځې دومره وکولای شي چې د ولایاتو مرکزونه د طالبانو په لاس له سقوطه وساتې مګر جګړې او ویرانۍ به همداسې دوام لري.

د جنرال چارلیس لخوا په راتلونکي کال کې د جګړو تشدید او د هغو لپاره د افغان ځواکونو هڅول په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د نیابتي جګړې له غزولو پرته بل هیڅ معنی نه لري.

دریغه چې د دې نه ګټونکي نیابتې جګړې بي هدفه ګډنوال په هوش راشي او د خپل ولس په خلاف له تباه کوونکي جګړې څخه لاس په سر شي.