د لغمان مسجدونو سره د غالۍ فرش مرسته وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د هغه هوکړه ليک پر بنسټ چې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ترمنځ لاسليک شوي وو ، د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټۍ (اللجنة السعودية لاغاثة الشعب الافغاني) لخوا په افغانستان کې د مسجدونو لپاره د 2 ميليونو ډالرو په ارزښت غالۍ فرش مهيا کولو پروژه چې د هيواد پلازمينه کابل کې پيل شوی وه په شرقی زون کې هم پيل شوه ، په لنډه موده کې ياد غالۍ فرش د ترکيي هيواد څخه افغانستان ته راړل شو او د حج او اوقاف وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د مسجدونو د د سروی د پروسي پاي ته رسيدو وروسته د فرش ويش پيل شو.

په مشرقي کې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټي د جلال اباد دفتر لخوا نن د دوشنبی په ورځ 13-10-1395 (2-1-2017) د لغمان ولایت د حج او اوقافو رياست سره په همغږۍ د لغمان ولایت محترم مرستیال شهزاده مظلوم یار په حضور کې د لغمان ولایت په 22 مسجدونو 4355 متره مربع غالۍ فرش وویشل شو.

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټه (SRCA ) د تيرو 15 کلونو راهيسي د افغانانو د سوکالۍ او بيا رغوني په موخه په ښوونیزی ، روغتیایې ، کرنی او ودانیزو برخو کې کې ډيري پروژي پلي کړي دي او ددي ترڅنګ د بيلابيلو خوراکې توکو ،  ژمنيو او بيړنيو مرستو لړي دوامداره ساتلي ده ، د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټه (SRCA ) هوډ لري چې په راتلونکې کې به هم د افغانانو وروڼو سره په روغتیایې او ښوونیزی برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د