افغانستان

د مخابراتو وزیر د فساد په تور له دندې وشړل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د مخابراتو او ټکنالوژي وزیر د فساد په تور له خپلي دندې وشړل شو.

د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه خو ویلي چې د مخابراتو او ټکنالوژي وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده د فساد د تورونو د څېړني په موخه وځنډول شوه.
نوموړي ونه ویل چې پر هغه څه تورونه وه، خو داسي ویل کیږي چې نوموړی په لویه کچه په مالي او اداري فساد کې ښکېل وو.

نوموړی تېر کال د مرغومي میاشتي پر ۱۴ نېټه ولسي جرګې د مالي او ادارې فساد، خپلو کسانو ته د پروژو سپارل، د رئیسانو غیر قانوني ټاکني او له ملي طرحو سره د سلیقوي چلند په تور استیضاح شوی وو، خو نوموړی وتوانېدی چې د جرګې څخه د باور رایه تر لاسه کړي.

نوموړی یو له هغو اوه وزیرانو څخه دی چې د ولسي جرګې له لوري د روان کال د لړم میاشتي په ۲۵ د ولسي جرګې له لوري د انکشافي بودیجې نه لګولو په تور سلب اعتماد شوی وو، خو د ګډحکومت په غوښتنه یې لا هم خپل دندي ته د نورو وزیرانو په څېر ادامه ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x