افغانستان

طالبانو ددوی په نوم نشر شوي شبنامې او اخطارونه ټول جعلي اعلان کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ددوی په نوم ټول لیکونه، شبنامې او تهدیدنامې جعلې وبللې او همداسي یې یو شمېر کابل میشتو لیکوالانو او مدني فعالانو ته تلیفونونه د استخباراتي کړیو کار وباله.

نوموړي وویل چې د کابل ادارې استخباراتي څانګه د هیواد په بېلا بیلو ولایتونو کې د «اسلامي امارت» په نامه جعلي لیکونه چاپوي او پر خلکو یې د تشویش اچولو په موخه ویشي، چې ټول جعلي دي او هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړي د طالبانو د قاضي القضات او رهبري شوری غړي مولوي عبدالحکیم په نامه نشر شوي لیکونه هم جعلي وبلله چې په کښي د طالبانو د مشر د لیري کولو او پر ځای یې بل کس ټاکلو غوښتنه شوې وه.

مجاهد وویل: «څو ورځې مخکې دا ډول یوه پاڼه خپره شوه چې د اسلامي امارت دمحاکمو ریس او د رهبری شوری غړي شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم صاحب په حواله يې ناسمې خبرې خپرې کړي وې، بیا یوبله پاڼه د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر په ځینو برخو کې وویشل شوې چې هغه هم ځينو استخباراتي کړیو ته منسوبې وي او د اسلامي امارت درهبرۍ په اړه يې پروپاګند کړی و، همدا ډول په ګڼو ولایتونو کې د کابل ادارې د استخباراتو لخوا جعلي تهدید نامې، شب نامې، اخطارونه په یو او بل عنوان جعلي پاڼې ترتیب شوي او خپلو جاسوسانو ته يې دنده ورکړې چې داسې پاڼې د مجاهدینو په آدرس د خلکو په منځ کې وشیندي او پروپاګند خپور کړي. ».

نوموړي هغه تلیفوني پيغامونو ته په اشاره چې درې ورځي وړاندي کابل میشتي لیکوال نظر محمد مطمئن، مدني فعال او پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند، لیکوال او سیاسي شنوونکی قاضي محمد حسن حقیار او همداراز د سرنوشت اخبار مسؤول ښاغلي اسد وحیدي ته لیږل شوي وه او د هغوی څخه د نظامي کارونو غوښتنه شوې وه، په کلکه غندلې او رد کړي دي.

نوموړي وویل: «همدا راز وړمه ورځ په کابل کې د پوهنتون ځينو استادانو او نورو بانفوذه اشخاصو ته د تلیفون له لارې هم تهدیدونه شوي وو او تلیفون کونکي ځان اسلامي امارت ته منسوب کړي و. اسلامي امارت داسې ټول جعلي اقدامات په کلکه ردوي».

مجاهد زیاته کړه: «تهدیدي شبنامې خپرول، اوراق شېندل، خلکو ته تشویش اچول دا ټول کړه وړه د کابل ادارې د استخباراتو لخوا ترسره کیږي، هغوی هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې خپل شکست په دا ډول بزدلانه او نامردانه عمل سره جبران کړي».

نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې دا ډول جعل سازیو ته دي هیڅ ارزښت او اهمیت نه ورکوي.

مجاهد پر رسنیو هم غږ کړی چې د استخباراتي اهدافو لپاره ونه لوبیږي او له پروپاګند خپرولو څخه جدي ډډه وکړي.

باید وویل شي چې څه موده مخکې غربي رسنیو راپور خپور کړی وو چې په جرمني او اوروپا کې اکثره مهاجرین له ځانه سره د طالبانو په نامه جعلي تهدیدنامې لیږدوي او هلته ادعا کوي چې ددوی امنیت ته خطر دی ځکه له هیواده را تښتېدلي دي، هغه وخت هم ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې دا رنګه تهدیدنامې او شبنامې ټولي جعلي دي.

ویل کیږي چې په کابل او لویو ښارونو کې قاچاقبران خلکو ته په لس زره افغانۍ جعلي تهدیدنامې جوړوي تر څو یې مهاجرت ته اماده کړي او په جعلي تهدید نامو یې د اروپايي هیوادونو په امید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي محمدسليم انقياد ي

دسولي دنه منلو څرګند اعلان پخوا به لا موږ ويل چه دسولي په نامه چه څه روان دي دا يو سمبوليك شكل لري پر حقائقو ځكه بنا نه دي که د يوه لوري سولي ته ژمنتياوي خو له بل لوري داسي نښې نښانې نه معلوميږي چه واقعي سوله دي پلي شي سوله د يوګټوري پروژي په شکل کارول کيږي چه په مختلفو ډولونو ورځني استفاده کيږي واقعي سوله دافغان مظلوم اولس غوښتنه او اړتيا ده نه د زورواکانو مثلاً که دطالبانواسلامي ځواک واقعي سولي ته ژمن دي خو افغان دولت او ملګرو ئي تل د دروازې پر ځاى د کلکن(کهړکي)لاره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x