نړۍ

خلیجي هیواد بحرین ایران په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د خلیجي هیواد بحرین کورنیو چارو وزارت ایران ددغه هیواد په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران له خوا تمویل شوي شیعه تلویزوني چېنل په بحرین کې وروستی «تروریستي» برید بریالي عملیات وبلله.

د «اهل البیت» په نامه عربي مذهبي چېنل چې د عراق له کربلاء ښار څخه خپروني کوي، په بحرین کې د بندي خانې برید بریالي عملیات وبلله.
د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندوني د ایران له لوري وبللې ځکه چې ایران ددغه شیعه مذهبي تلویزوني چېنل مالي او معنوي ملاتړ کوي.

دوه ورځي وړاندي د بحرین په جنوب ختیځ کې وسلوالو د «جو» په نامه بندي خانه باندي برید وکړ چې له امله یې د بندي خانې یو ساتونکي ټپي او بل ووژل شو او د بریدګرو په شمول لس تنه بندیان له بندې خانې څخه په تېښته بریالي شول.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د بریدګرو او تښتېدلو مجرمینو «تروریستانو» پلټني رواني دي.

په بحرین کې شیعه مذهبه ډلي تل د حکومت پر ضد لاریونونه کوي او په حکومت کې د اصلاحاتو غوښتنه او د شیعه مذهبه اتباعو زیاته ونډه غواړي چې د حکومت په وینا دغه ډلي له ایران څخه تمویلیږي او فتنې جوړولو لپاره پاڅون ته تشویقیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x