افغانستان

بادغیس کې د زندان قومندان له ۹ بندیانو او ۸مېله وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی آسیا: طالبان وايي نن د پنجشنبې په سهار د بادغیس ولایت د مرکزي زندان یو ټولۍ مشر له نهو زندانیانو سره یو ځای د سنګ آتش ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی ملګرو ته ور اوښتی او ورسره یو ځای شوي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ویب پاڼه کې خبر ورکړی چې د بادغیس زندان یو ټولۍ مشر چې شیرمحمد نومېږي په دغه زندان کې  د دوی له یوه مجاهد ملګري او د هغه له اتو تنو نورو بندیانو ملګرو سره یو ځای د دوی سنګرونو ته په تېښته بریالي شوي دي.

خبر کاږي چې د زندان ټولۍ مشر شیر محمد د بندیانو سربېره اته مېله وسلې هم دوی ته تسلیم کړي دي.
طالبان همداراز زیاتوي چې د دوی کسانو د ورسره یو ځای شوي قوماندان تود هرکلی کړی او زیات یې نمانځلی دی.
تر اوسه د بادغیس ولایتي چارواکو په دې باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x