نړۍ

کوټه: د ایف سي پر موتر چاودني شپږ تنه ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د «ایف سي» امنیتي ځواکونو پر موټر چاودني شپږ تنه ټپيان کړي دي.

د ډان نیوز د خبر سره سم چاودنه د کوټي ښار په مغربي بای پاس کې د سړک د غاړي د ماین چاودني له امله را منځته شوه، چې له امله یې د ایف سي ځواکونو موټر سرسري زیانمن او شپږ تنه ټپيان شول.

امنیتي ځواکونو ویلي چې ټپيان د ایف سي روغتون ته ولیږدول شول.

د پاکستاني رسنیو په حواله تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د بلوچستان په ایالت کې ورته چاودني او بریدونه تر ډېره د بلوچ قومي بیلتون پالي وسلوال کوي چې په دې وروستیو کې د پخوا په پرتله بریدونه کم شوي دي.

بل خوا د پاکستاني طالبانو یو تن ویاند «محمد خراساني» نن ټکی اسیا ته په لیږلي خبرپاڼه کې د پيښي مسؤولیت اخیستی او ویلي چې د کوټي ښار په مغربي بای پاس کې د بروري روډ په سیمه کې د ایف سي موټر د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې په نښه شو چې له امله یې څلور تنه عسکر مړه او دوه ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x