نړۍ

بغداد: د داعش په چاودنه کې ۳۹ کسان وژل شوي ۶۱ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۳، ۱۳۹۵ل): د عراق په پلازمینه بغداد کې نن د یوې چاودني له امله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم چاودنه د پلازمیني بغداد په ختیځه برخه کې د الصدر په ښارګوټې را منځته شوې او د چاودني سمدستي وروسته د پيښي مسؤولیت داعش ډلي په غاړه اخیستی دی.

امنیتي چارواکو ویلي چې نن ددوشنبې په ورځ یو بل بم هم د «الکندي روغتون» د موټرو تم ځای ته نیژدې وچاودېد چې له امله یې درې کسان ووژل شول.

داعش ډلي ددواړو چاودنو پړه په غاړه اخیستی او ویلي چې په دواړو چاودنو کې یې شیعه مذهبه عراقیان په نښه کړي دي.

باید وویل شي چې د تیري شنبې په ورځ هم داعش دهغو دوه چاودنو مسؤولیت په غاړه اخیستی وو چې د بغداد ښار په یوه بازار کې را منځته شوې وه او له امله یې اقلا ۲۸ ملکي وګړي مړه او په لسګونو نور ټپيان شوي وه.

امنیتي چارواکو ویلي چې ننۍ چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه د هغو مزدورانو په منځ کې را منځته شوه چې د کار موندلو په موخه د ښار په مرکزي چوک کې را ټول شوې وه.

بلخوا داعش ډلي د صلاح الدین په ولایت کې هم یو کلی نیولی چې له امله یې د موصل او بغداد تر منځ لاره تړل شوې ده.

ویل کیږي چې په ورستیو جګړو او چاودنو کې چې د موصل ښار ته نیژدې او د صلاح الدین په ولایت کې را منځته شوي ، په لسګونو عراقي پوځیان او شیعه ملیشې هم وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x