افغانستان

په کاپیسا کې څلورو ملکیانو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا : له کاپیسا ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې په اله سای ولسوالۍ کې د وسلوالې نښتې پر مهال د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون څلورو ولسي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې
د کاپیسا والي محراب الدین ساپي د ملکي وګړو مرګ-ژوبله ومنله ؛خو دا یې مشخه نه کړه چې ولسي وګړي د دوی د ځواکونو او که د طالبانو په ډزو لګېدلي دي.

د اله سای ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي ، د طالبانو او د ملي اردو د ځواکونو ترمنځ  د ولسوالۍ په بازار کې وسله واله نښته وشوه. د دوی په وینا طالبان له جګړې وروسته ډېر ژر له سیمې ووتل او د ملي اردو ځواکونو په بېسارو وارخطایي ډزو کې پر شاوخوا خلکو او هټیو ډزې کولې، چې په پایله کې يې د نظرګل په نوم یو هټۍ وال وژل شوی او د یوه ماشوم او یوې مېرمني په ګډون درې نور سخت ژوبل شوي.
طالبانو هم په کاپیسا کې د یوه ملکي وګړي وژنه منلې او زیاتوي چې دا بې ګناه کس د ملي اردو د سرتېرو په وارخطايي ډزو لګېدلی.
طالبانو همداراز ادعا کوي چې د ملي اردو ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو شمېر دکانونو ته اور ورته کړی او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x